1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا په هکله د ترمپ پر څرګندونو ولې انتقادونه کیږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ په خبري غونډو کې زياتره وخت د کوويد ۱۹ ناروغۍ په اړه داسې څرګندونې کوي چې هیڅ طبي جواز نه لري. روغتيايي کارپوهان وايي چې پر ناتائيد شويو خبرو د ترمپ باور او په دې اړه یې څرګندونې خطرناکې ثابتيدلی شي.

https://p.dw.com/p/3bWRb
USA Donald Trump spricht über das Coronavirus in Washington
انځور: picture-lliance/Newscom/UPI Photo/Y. Gripas

 ولسمشر دونالد ترمپ څو ورځې تر مخه په یوه خبري غونډه کې وړاندیز وکړ چې د میکروب وژونکو درملو څښل يا پيچکاري کول ښايي خلک له دې ناروغۍ وساتی. د نوموړي تر خبرو وروسته په ځينو سيمو کې د طبی مرستې له پاره پر رامنځته کړل شويو شميرو د خلکو د تليفونو لړۍ پيل شوه چې د میکروب وژونکو درملو د کارولو په اړه یې پوښتنې کولې.

 د میريلند او مشيګن ایالاتونو والیانو د دې وضیعت پړه پر ولسمشر ترمپ ور واچوله. ډاکتران سپارښتنه کوي چې سړی بايد هيڅکله هم میکروب وژونکې دارو درمل ونه څښي ځکه چې هغه د انسانانو له پاره زهرجنې ثابتیږي.

 د دوشنبې ورځې په خبري غونډه کې چې کله خبريالانو وغوښتل وپوهيږي چې آيا ترمپ په خلکو کې د ابهام د پيدا کولو پړه مني نو هغه دا په ښکاره رد کړه او ويې ويل چې دا خبره یې يوازې د يوې ټوقې په توګه کړې وه.

 په امريکا کې د کرونا له وجې د مړو شمير تر ۵۵ زرو اوښتی دی او تر اوسه لس لکه مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د کارپوهانو په حواله په داسې يوه وضيعت کې د ترمپ دا ډول څرګندونې ډېر غير مسئولانه چلن دی.

USA New York | Coronakrise: Leere Strassen
انځور: Imago Images/ZUMA Wire/J. Mineeva

 ترمپ څو ځلي ويلي چې ډاکتر نه دی، خو نوموړی بيا هم د کرونا د وبا په دې شپو او ورځو کې په سپينه ماڼۍ کې د خبري غونډو پر وخت تل داسې خبرې کوي چې هيڅ طبي جواز یې نه وي.

د امريکا د پرنسټن پوهنتون د تاريخ پوه جولين زيلیز، په حواله «ولسمشر دونالد د کورنۍ د هغه يوه غړي په څير دی چې له واقعيتونو خبر نه وي خو د ډوډۍ پر میز په ډير باور سره خپل نظر څرګندوي.»

 د نوموړي په آند ولسمشر ترمپ ظاهراً په قصدي توګه دا ډول پارونکې څرګندونې کوي ځکه چې هغه پوهيږي چې پلويان یې په دې خبرو خوشاليږي. خو د جولين زيلیزر په آند د يوه امريکايي ولسمشر دا ډول چلن ډير خطرناک ثابتیدلی شي.

 خو دا لومړی ځل نه دی چې د ولسمشر ترمپ پر څرګندونو انديښنه ښوول کيږي. د کرونا ويروس د درملنې په اړه ولسمشر ترمپ مخکې هم لانجمنې څرګندونې کړې وې چې وروسته يې بيا حکومتي کارپوهانو په اړه وضاحتونه وکړل. نوموړي د ماليريا د درملو کلوروکين د اغیز په اړه هم ادعاوې کړې وې خو وروسته بيا کارپوهانو او چارواکو خلکو ته پرته له مشورې د دې درملو له کارولو څخه خبرداری ورکړ. چارواکي وايي چې پر کرونا د دې درملو د اغیز په اړه لا څيړنې بشپړې شوې نه دي نو له دې کبله بايد يې خلک په کارولو کې احيتاط وکړي.

د نيويارک ښاروال بل دي بلاسيو د ترمپ د څرګندونو په اړه وويل: «دا د تاسف ځای دی چې سړی د ساينس او روغتيا په اړه د امريکايي ولسمشر څرګندونې اصلاح کړي.»

د امریکا متحده ایالاتو د انديانا ايالت سناتور مایک بروان، بیا د ولسمشر ترمپ ستر پلوی دی. نوموړي د خپلې يوې وينا پر وخت ولسمشر ته دا ډول مشوره ورکړه: «کله نا کله د سړي ذهن پاک نه وي او هغه پخپله هم نه پوهيږي چې کومه خبر څرنګه وکړي، په ځانګړي توګه کله چې سړی پر يوه لوړه څوکۍ ناست وي، نو په دې ډول وضيعت کې ښه دا وي چې سړی چې د کومې موضوع په اړه معلومات ونه لري بايد خبرې پرې ونه کړي.»

زموږ له آرشیف څخه: