1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا پر وخت ولي مخکینۍ ناروغۍ خطرناکي دي؟

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

موږ هر ځای لولو چي د کرونا له ناورغي سره په تیره بیا هغه کسان مخامخ کیږي چی یا زاړه وي او یا هم مخکینۍ ناروغۍ ولري. خو مخکینۍ ناروغۍ څه ته وايي او ولی خطرناکي دي؟

https://p.dw.com/p/3a3vG
Klinik Intensivstation mit künstlicher Beatmung
انځور: Imago Images/Science Photo Library

زموږ د بدن ایمني سیستم یوه حقیقي معجزه ده. هغه هره ورځ پرته له دې چي موږ ورته متوجه سو، ټول کارونه پر مخ بیايي. د نوموړي سیستم دنده داده چي زموږ بدن له خطرناکو ناروغیو څخه وساتي د مثال په ډول ویروسونو څخه.

خو هغه کسان چی د بدن ایمني سیستم یې کمزوری وي، دا کار کیدای سي له ستونزو سره مخامخ سي. که نوموړي کس بیا په خپل بدن کي نوري ناروغۍ هم ولري نو باید په ځانګړي ډول له احتیاط څخه کار واخیستل سي، چي له ساري ناروغیو سره مخامخ نه سي.

د سږو ناروغي

هغه کسان چي نفس تنګي لري نو سږي یې خراب وي. د ناروغیو پر وخت یې تنفسي لولې پړسیږي او په دې ډول په سختۍ سره سا باسي. په تیره بیا د سااخیستلو پر وخت یې مشکل ډیر وي. په دې ډول ناروغ کسان د جوړو انسانانو په پرتله ډیر قوت ته اړتیا لري.

د نفس تنګۍ ناروغان ښايي د سااخیستلو په خطر ناک حالت کي د سا له دریدو سره مخامخ سي.

یوازي په آلمان کي شاوخوا اته میلیونه انسانان په نفس تنګۍ اخته دي. زیاتره یې دوه ډوله نفس تنګي لري یوه یې حساسیتي او بله یې غیر حساسیتي.

نفس تنګي د حساسیت، د ستوني د میکروبي ناروغیو او یا هم ویروسي ناروغیو پر وخت نوره هم شدیده کیږي. په دې وخت کي باید بدن نه یوازي د نفس تنګۍ، بلکي د نورو ناروغیو په وړاندي هم مبارزه وکړي.

په دې ډول پر بدن باندي فشار راځي او دغه سیستم له فعالیته لوییږي. دا کار ښايي ناوړي عواقب له ځانه سره ولري. په تیره بیا د هغو کسانو له پاره چي سګریټ هم څکوي.

د شکري ناروغي

هغه کسان چي شکر لري نو د بدن ایمني سیستم یې د جوړو انسانانو په مقایسه کمزوری وي. دا کار د شکر د دواړو ډولونو له پاره صدق کوي.

په لومړی ډول کي یې د بدن ایمني سیستم هغه حجرې له منځه وړي چي انزولین تولیدوي. په دې ډول بدن په کافي اندازه انزولین نه سي تولیدولای او له اندازې زیات شکر سره مخامخ کیږي.

په وینه کي د شکر زیاتوالی د بدن ایمني سیستم ضعیفه کوي. نو که ناروغ کس تبه وکړي او یا هم له میکروبي ناروغیو سره مخامخ سي نو په شکر باندي د اخته کس حالت به لاپسي خراب سي.

د ویني لوړ فشار

یوازي په آلمان کي شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ میلیونو انسانان د ویني لوړ فشار لري. دغه ناروغي هم د میکروبي ناروغیو په وړاندي خطر رامنځته کوي. کله چي د وینو فشار لوړ وي نو د وینو شریانونه زیانمن سوي وي چي دا کار پر زړه باندي فشار راولي.

ډیری ناروغان ډیر ناوخته په دغه خطر خبریږي زیاتره وخت هغه وخت چي، د زړه او یا هم مغزي سکتې سره مخامخ سي.

سرطان

په سرطان باندي اخته کسان هم د میکروبي ناروغیو پر وخت له سخت خطر سره مخامخ کیږي. د درملني بیلا بیل ډولونه د هغوی ایمني سیستم ضعیفه کوي. یوازي په آلمان کي هره ورځ ۱۴۰۰ تنه نوي کسان په سرطان اخته کیږي.

د سونو زرو کسانو درملنه روانه ده چي په هغه کي کیموتراپي هم شامله ده، کیموتراپي هغه ډول درملنه ده چي سرطاني حجرې له منځه وړي، خو په دې ډول د بدن جوړي حجرې هم زیانمني کیږي. او دا کار ددې سبب کیږي چي د هغوی د بدن ایمني سیستم هم ضعیفه سي. په دې ډول نو بدن ته د میکروبي ناروغیو ننوتو ته زمینه برابروي.

پاته دي نه وي چي پرته له مخکینیو ناروغیو نور شیان هم ویروسي ناروغیو ته زمینه برابرولای سي، له همدې کبله باید احتیاط وسي او نظافت مراعات سي.