1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ویروس په اړه د څو مهمو پوښتنو ځوابونه

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

د کرونا د نوي ویروس په اړه تر اوسه پورې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. په دې ځای کې هڅه شوې ځينو ته یې ځواب ورکړل شي، خو ډیرو نورو ته یي تر اوسه کارپوهانو هم ځواب نه دی موندلی.

https://p.dw.com/p/3a1JY
Symbolbild Pandemie Coronavirus
انځور: picture-alliance/Fotostand/Schmitt

د کرونا نوي ویروس له کوم ځایه منشاء اخیستې؟

د آلمان د »رابرت کوخ« انیستیتوت د څیړنو پر اساس شوپرک د کرونا د نوي ویروس د انتقالونکي په توګه شهرت لري، خو دا موضوع په بشپړ ډول ثابته شوې نه ده. هغه څه چې ثابت شوي هغه دا دي چې د «سارس کوو-۲» زئونوز ویروسونو له ډلې څخه دی چې له حیوان څخه انسان ته انتقالیږي.

کارپوهان په خپلو څیړنو کې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې پایلې یي د طبیعت یا »نیچر« په مجله کې خپاره شوي دي.

بل لور ته کارپوهان هغه توطیې ردوي چې احتمالاً دغه ویروس دې په صنعتي لابراتوار کې تولید شوی وي. داسې ډیر شواهد شته چې دغه ویروس د لومړي ځل له پاره د چين هیواد د هوبي ایالت په اوهان ښار کې له حیوان څخه انسان ته انتقال شوی دی.

آیا د کرونا ویروس د مړينې سبب کیږي؟

دا پوښتنه له هویا نه سره په اسانې نه شي ځوابیدلی. حقیقت دا دی چې د انفلونزا یا یوې ترافیکې پيښې په اړه هم وړاندوېنه نه شي کیدای چې آیا دا به د یوه چا په مړينې تمام شي او که نه. په داسې مواردو کې یوازې د احتمال خبره کیدای شي.

حتی د کرونا د نوي ویروس په اړه هم داسې ده. په همدې دلیل دلته هڅه کوو د کرونا له کبله د مړينو شمیر جمع بندي کړو. ارقام څه وایي؟

په لندن کې د »حاره یي سیمو د روغتیا او طبي انستیتوت« څخه ایپډمي پيژندونکي او ریاضي پوه آدام کوچارسکي، په دې اند دی چې د کرونا له کبله د مړينو کچه ۰،۵ څخه تر ۲ سلنه ده. یا په بل عبارت پر دې ویروس د اخته کسانو له هرو ۱۰۰ څخه یو یا دوه یې مري. د کرونا له امله د مړينو د ډیري مواردو اصلي عامل سپیسیس یا د ویروس په مقابل کې د بدن د دفاعي سیستم شدید غبرګون دی.

ویروس تر څومره وخته پورې په فضاء یا د شیانو پر مخ باقي پاتې کیږي؟

د کرونا کورنۍ ویروسونه د تنفسي ناروغیو سبب کیږي. په اساس کې دا ویروس د ریزش د څاڅکو په وسیله انتقالیږي چې د ټوخي یا پرنجې په وسیله په هوا کې خپریږي.

که دا ویروس د انسان له لاس سره په تماس کې شي، نو کیدای شي چې پر پوزې او یا سترګو لاس وهلو سره هم د یوه انسان د اخته کیدو سبب شي.

د خطرونو د ارزونې آلماني انیستیتوت د څیړنو له مخې د کرونا نوی ویروس کیدای شي تر»قوي ککړتیا وروسته« تر ۳ ساعتونو په فضاء، تر ۴ ساعتونو پر مسي سطحو، تر ۲۴ ساعتونو پورې پر کارتن او له ۲ څخه تر ۳ ورځو پورې پر اوسپنې یا زنګ نه اخیستونکي فلز او پلاستیک د پاسه باقي پاتې شي.

خو د دغو موندنو په اړه باید محتاطه اوسو، ځکه په بشپړ ډول توضیحات نه دي ورکړل شوي چې آیا په ورځني ژوند کې هم دغه ویروس د لابراتوار په شان په ورته وخت کې پر شیانو او سطحو باقي پاتې کیږي او که څنګه؟

څنګه کولی شو له دې ویروس څخه ځان وساتو؟

د ټوخي یا پرنجي پر مهال باید د خولې او پوزې مخ ته کاغذي دسمال ونیسو او بیا یې سمدستي لیري وغورځوو. که له کاغذي دسمال څخه استفاده ممکنه نه وه، نو پوزه او خوله دې د لاس یا بازو په وسیله پټ شي.

لاسونه باید په دوامداره توګه د صابون په وسیله پریمنځل شي. له نورو باید واټن ونیول شي. په دې توګه به نه یوازې د کرونا پر ویروس له اخته کیدو بچ شو، بلکې په ټولنه کې د دغه ویروس د خپریدو مخه به هم نیول شوې وي.

په کوم وخت کې د لاسونو پریمنځل مهم دي؟

د خوړو له پخولو او خوړلو مخکې، کله چې کور ته راځو، تر پوزې پاکولو وروسته، تر ټوخي او پرنجي وروسته، له بیت الخلا څخه تر وتلو وروسته، له ناروغ سره تر ملاقات وروسته او له یوه حیوان سره تر تماس وروسته.

دا چې دا ویروس په ډیرې چټکۍ سره پراختیا مومي نو د دغو تدابیرو مراعتول ډیر مهم دي.

د رابرت کوخ انیستیتوت مشر لوتر ویلر، خبرداری ورکوي چې احتیاطي تدابیر باید په محتاطانه ډول هرومرو مراعت شي، که نه نو په دریو میاشتو کې به د آلمان ۱۰ میلیونه خلک په دې ویروس اخته شي.

ولی تر اوسه پورې واکسین نه شته؟

د »درمل جوړونې د شرکتونو اتحادیي« د رپوټ پر بنسټ، د کرونا واکسین جوړونې له پاره لږ تر لږه ۴۷ پروژې جریان لري.

د نورو ترڅنګ د آلمان په توبینګن ښار کې د »کیور واک« درمل جوړونکې شرکت له نورو مخکې دی.

د یوه ډاډمن واکسین د جوړونې له پاره لږ تر لږه یوه کال وخت ته اړتیا ده. اوس دا بهیر ګړندی شوی دی. د بیلګې په توګه »د آلمان عفوني څیړنیز مرکز« په دې برخه کې د یوې چټکې حل لارې په هڅه کې دی.

سره له دې چې کارپوهان د کرونان واکسین د جوړولو له پاره ډیر سخت او تر فشار لاندې کار کوي، د دې احتمال چې په روان کال کې دې یو مطمېن واکسین بازار ته وړاندې شي ډير کم دی.

تر ټولو دمخه کلینیکي تحقیقات چې د یوه واکسین د جواز ترلاسه کولو له پاره اړين وي ډیر وخت ته ضرورت لري.

آیا کورنۍ حیوانان هم په کرونا اخته کیږي؟

هو؛ په همدې دلیل په سویس کې د حیواناتو د خوړو د امنیت او ساتنې د چارو دفتر سپارښتنه کوي؛ هغه کسان چې د کرونا د ویروس په شک په قرنطين کې دي، د خپلو کورنیو حیواناتو له لمس کولو څخه دې ډډه وکړه.

د سپي او پيشو په څیر کورني حیوانات د کرونا پر ویروس د اخته کیدو په صورت کې له ځان څخه هیڅ علایم نه ښکاره کوي، یعنې هغوي نه ناروغه کیږي. چې دا کار په دې ویروس د حیواناتو د اخته کیدو تشخيص لاپسې ستونزمن کوي.

د خطرونو د ارزونې آلماني انیستیتوت د څیړنو په اساس، یو اخته حیوان کولی شي چې فرضاً د هوا او فضوله مواد د خارجولو له لارې ویروس خپور کړي، ځکه په هر صورت چې وې، خو د کرونا نوي ویروس له حیوان څخه منشاء یا سرچينه اخیستې ده.

آیا د کرونا ویروس امیدوارې مور او ماشوم ته خطرناک دی؟

د هغو شمیرو له مخې چې تر اوسه ترلاسه شوي دي، ماشومان په دې ویروس ډیر نه اخته کیږي. دا په دې معنی چې دغه ناروغي په ډیرو هغو ماشومانو کې چې پرې اخته شوي دي ډیر خفیف دی.

البته په کرونا باندي د نويو زيزېدلو ماشومانو اخته کیدل هم ثابت شوي دي، خو دا لا معلومه نه ده چې دا ویروس د امیداوارۍ یا حامله ګۍ پر مهال جنین ته انتقال شوی دی او یا نوی زیږدلی ماشوم تر زیږیدنې وروسته پرې اخته شوی دی.

د نړیوال روغتیایي سازمان او د آلمان د روغتیایي روڼتیا مرکز د څیړنو په حواله د لوړې کچې خطر وجود نه لري چې د کوید-۱۹ ناروغي دي په امیدواره ښځو کې ډیر شدید او سخت وي. خو سره له دې هم امیدواره ښځې باید له احتیاط څخه کار واخلي، ځکه د معلوماتو د نا ډاډمنتوب له کبله د دغو معلوماتو د بشپړې دقیقوالي په اړه هیڅ ډول ضمانت شتون نه لري.

یولینا ورگین: ش.ن/ن.ز