1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ویروس مخنیوی او د پاکستان د استخباراتو مخفي سیستم

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د دغه هیواد استخباراتي اداره «آی اس آی» د کرونا پيښو د موندلو په برخه کې ډیر ښه کار کوي. خو دا چې دغه چاره څرنګه ترسره کیږي، په هکله یې ژورې اندیښنې موجودې دي.

https://p.dw.com/p/3bXrf
Pakistan | Coronavirus | Lockdown Lahore
انځور: DW/T. Shahzad

د وګړو د ډیجیټالي حقونو له له پاره فعالیت کوونکي سازمان ''بولو بھی‘‘ مشر اسامه خلجی، وایي چې د پاکستان حکومت لا تر مخه د خلکو د څارولو له پاره پراخه واک په لاس کې لري: «دا چې په دغه سیستم کې شفافیت نه شته، ځواب ورکول نه شته او په هکله یې پوښتنه نه شي کیدای، نو له دې کبله دا انديښنې شته چې چارواکي دې ترې په ناسمه توګه کار واخلي.»

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تیره اوونۍ ویلي وو چې د کرونا ویروس له کبله د اغیزمنو شویو کسانو د پيژندلو په برخه کې له نوې تکنالوژۍ څخه کار اخیستل کیږي.

هغه ویلي وو چې د کرونا پيښو د څارنې له پاره د پوځ استخباراتي اداره «آی اس آی» هم خپل کار کوي. هغه زیاته کړې وه: «آی اس آی موږ ته ډیر ښه سیسم ته راکړی چې د تعقیب او موندنې په برخه کې مرسته کوي. هغه [سیستم] خو د ترهګرۍ د ختمولو له پاره وو، خو اوس په کرونا د [اخته] کسانو په برخه کې کارول کیږي.»

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وایي چې په داسې یوه هیواد کې چیرې چې پر استخباراتي اداره د خلکو د اجباري لادرکه کیدو تورونه وي او د سیاسي، قومي یا مذهبي مفکورو له کبله د خلکو د په نښه کیدو یو اوږد تاریخ موجود وي، نو هلته خو به اندیښنې وي.

د ''بولو بھی‘‘ په نوم سازمان وایي چې اوسمهال په پاکستان کې د وګړو د شخصي معلوماتو د پټ ساتلو له پاره د «معلوماتو د خونديتوب» کوم قانون نه شته، خو له تیرې څه مودې راهیسې حکومت پر قانون جوړولو باندې غور کوي. خو ځینې کارپوهان اندیښنه لري، چې د پارلمان د غیر موثرتیا له کبله په دغه قانون کې د وګړو د حقونو د خوندي کیدو پر ځای د دولتي ادارو د ګټو د خوندي کولو له پاره هڅې کیږي.

د ''بولو بھی‘‘ سازمان وايي چې په پاکستان کې د یو چا له پاره د وګړیو تیلیفوني مکالمو، روغتیايي معلوماتو یا د بانک اړونده سوابق معلومول کوم سخت کار نه دی ځکه امنیتي چارواکي چې هر وخت وغواړي د وګړو شخصي معلومات ډیر ژر تر لاسه کولی شي.

په پاکستان کې دغه بحث په داسې یوه وخت کې راپورته شوی دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره یو شمیر هیوادونو د ډیجیټال تکنالوژۍ په کارولو محتطانه پېل کړی دی.

د اروپا تر ۳۰۰ زیاتو ساینسپوهانو په یوه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی دی چې د حکومتونو له لوري د معلوماتو راټولول به پر خلکو د جاسوسي کولو وړتیا رامنځ ته کړي چې د وګړو د بنسټیزو آزادیو خلاف عمل به وي.