1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په اروپا کې د پناه غوښتنې تقاضا ۴۳ سلنه ټيټه شوې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د پناه غوښتنې قضيې د دوو کلونو راهيسې په دوامداره توګه لوړېدې‌ خو دا چې د اروپا په لويه برخه کې اوس د کرونا محدوديتونه وضع شوي، نو په مارچ مياشت کې د پناه د عريضو شمېر د مخکینۍ مياشتې په پرتله تقريبا ۵۰ سلنه کم وو.

https://p.dw.com/p/3beiw
Europa Migration l Flüchtlinge l Ungarisch-Serbische Grenze
انځور: Getty Images/M. Cardy

په اروپايي‌ ټولنه کې د پناه غوښتنې عريضې د مارچ په مياشت کې د فبرورۍ مياشتې په پرتله ۴۳ سلنه راکمې شوې دي. دليل يې د کوويد-۱۹ له کبله د سفر بنديزونه په ګوته شوي‌ دي.‌ دغه خبره د پناه د ملاتړ اروپايي‌ادارې (EASO) د پنجشنبې په ورځ‌ کړې ده.

په مارچ مياشت کې ۳۴۷۳۷ د پناه غوښتنې موارد ثبت شوي دي چې د فبرورۍ مياشتې په پرتله تقريبا نيمه برخه کموالی ښيي. ‌د پناه د ملاتړ اروپايي ‌ادارې‌ دا هم ويلي ‌چې مخکې له دې چې کرونا د جنورۍ او فبروري په مياشتو کې اروپا ته ورسيږي، نو د پناه عريضې د ۲۰۱۹ کال د عين مياشتو په پرتله ۱۶ سلنه ډېرې شوې وې. دا په داسې حال کې ده چې په اروپايي‌ ټولنه کې د پناه غوښتنليکونو کچه په تېرو دوو کلونو کې تل لوړه پاتې شوې ده.

يادې ادارې په يوه بيان کې ويلي: «د مارچ ارقام د مهاجرت په برخه کې د اروپايي ‌ټولنې په لور د کډوالۍ د حرکتونو په اړه څرګندويي نه کوي، بلکې د کوويد-۱۹ د محدودولو د تدابيرو پايله ده.«

په دغه بيان کې دا هم راغلي چې «په اروپا کې د کوويد-۱۹ د راټوکېدو تر مخه سوريايانو او افغانانو په دوامداره توګه د پناه تر ټولو زياته غوښتنه کوله، چې کلمبيايان او وينزويلايان هم تر دغو هیوادونو تر وګړو وروسته، په اروپا کې په ترتیب سره ډیر پناه غوښتونکي ول. د بيان په حواله دغو څلورو مليتونو په اروپايي ‌ټولنه کې د کال په لومړيو دوو مياشتو کې د ټول ټال ورکړل شويو عريضو ۳۸ سلنه غوښتنليکونه تشکيلول.

د EASO ادارې دا هم ويلي چې د هر انفرادي ‌هېواد د پناه غوښتنې دفترونه په بېلابېله اندازه د کوويد-۱۹ د خپرېدنې څخه اغېزمن شوي دي چې د ۴۳ سلنې کموالی هم په ټولو غړو هېوادونو کې په ورته شکل شتون نه لري.

آيا پناه غوښتونکي اوس پناه غوښتلی شي؟

د اروپايي ‌ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ‌ نه اړين تګ راتګ او له دغې ټولنې څخه بهر او په داخل کې سفر کول اوس منع دي چې له دې کبله کډوال هم د اروپايي ‌ټولنې هېوادونو ته د ورتللو ستونزې لري. د اروپايي‌اتحاديې اجرائيه برخې، يعنې اروپايي ‌کميسيون، ‌د اپريل په ۱۶مه نیټه خپلو غړو هېوادونو ته د پناه د بهيرونو د دوام د لارو چارو په هکله وړانديزونه خپاره کړل. ‌د اروپايي‌اتحاديې د کورنیو چارو کميسارې يووا يوهانسون، ويلي دي: «آن په يوه بېړني روغتيايي‌حالت کې،‌ بايد د اساسي او انفرادي حقونو تضمين وکړو.»

زموږ له آرشیف څخه: