1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

+++ د کرونا ویروس د وبا په اړه وروستي معلومات +++

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

د کرونا نوی ویروس د نړۍ ۱۸۶ هیوادونو ته رسیدلی دی. تر اوسه پورې ۲۷۷۰۳۱ تنه پرې اخته او ۱۱۴۲۱ تنه یي وژلي دي. د نړۍ مختلفو هیوادونو د کرونا ویروس د خپریدو د مخينوي له پاره یو شمیر اقدامات ترلاس لاندې نیولي دي.

https://p.dw.com/p/3ZqMD
Coronavirus in China Changzhou Testlabor
انځور: AFP

د آلمان د بایرن ایالتي لومړي وزیر مارکوس زوئدر، د ټول هیواد په کچه د ګډې تګلارې غوښتنه کړې ده. نوموړي روانه وضعه د «ژوند او مرګ معامله» بللې ده. په بایرن ایالت کې د تیرې ورځې راهیسې د دوو اونیو له پاره د خلکو پر ګرځیدو بندیز لګول شوی دی. د آلمان ټول ایالتي وزیران به د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې په ۲۲ نیټه) له لومړۍ وزیرې انګلا میرکل سره غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د ټول هیواد په کچه د خلکو پر ګرځیدو د بندیز لګول کیدو په څیر د اقداماتو په هکله بحث او پریکړه وشي.

پاکستان هم اعلان کړی دی چې د راتلونکو دوو اونیو له پاره ټول نړیوال پروازونه بندوي. البته دیپلوماتیک او کارګو پروازونه په دې بندیز کې نه شاملیږي. د اتحاد ائیر ويز په نوم شرکت هم په موقتي ډول د لاهور، کراچۍ او اسلام آباد ترمنځ خپل پروازونه ځنډولي دي. په دغه هیواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳۴ ته رسطدلی او ۳ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

سینګاپور د لومړي ځل له پاره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله د یوه تن مړينه تائیده کړې ده. سربیره پر دې په دغه هیواد کې ۴۷ نوي موارد هم ثبت شوي دي چې له دې سره په مجموع کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۳۲ ته لوړ شوی دی.

د متحده عربي اماراتو هوایې شرکت Emirates هم فرانسې، آلمان، نایجیریا، نیویارک او د متحده آيالاتو نیو جرسي ته د خپلو ټولو پروازونو د لغوه کولو اعلان کړی دی.

نړیوال روغتیایي سازمان هم سر له ننه د روغتیایي خبرداریو د پيغامونو خپرولو له پاره د واتس اپ له خدماتو څخه د کار اخیستنې خبر ورکړی دی. د دې پيغامونو په وسیله به خلک د تازه وضعیت او له دې ویروس څخه د ځان ژغورنې په خاطر د احتیاطي تدابیرو په هکله معلومات ترلاسه کوي.

په چين کې د دریو پرله پسې ورځو راهیسې په هیواد کې دننه د ویروس د خپریدو کومه نوې پيښه نه ده ثبت شوې، البته هغه چينایان چې له نورو هیوادونو بیرته ستنیږي، د هغو له لارې د ویروس د خپریو پيښې ثبت شوي دي.

د امریکا له تر ټولو لوی ایالت کالیفورنیا وروسته الینوای او نیویارک کې هم د دې اونۍ له پای څخه بشپړ بندیز پیلیږي. په مجموعي توګه په دې دریو ایالتونو کې تر ۷۰ میلیونو ډیر انسانان ژوند کوي. له دې سره به پر هر ډول راټولیدنې او بې له قانع کونکي دلیل څخه له کوره پر وتلو بندیز ولګول شي. خو د درملو او یا د کور د اړينو توکو د خریدارۍ له پاره به وتلو ته اجازه ورکول کیږي.

په سویلي امریکا کې تر وینزویلا، پيرو او اکوادور وروسته تیره شپه کولمبیا هم د ټول هیواد په کچه بندیز وضعه کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ن.ص