1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ویروس د واکسین په اړه د امریکا او آلمان ترمنځ کشمکش

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

د امریکا ولسمشر کوښښ کوي چې د دوا جوړونې یوه آلماني کمپنۍ یوازې د امریکا له پاره واکسين جوړونې ته قانع کړي، خو دغې کمپنۍ د خپلې ټکنالوژۍ خرڅول رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/3ZVB2
Deutschland Biotech-Unternehmen CureVac
انځور: picture-alliance/dpa/J.-P. Strobel

د «ویلټ ام زونټاګ» آلمانۍ مجلې په حواله د آلمان د دوا جوړونې کمپنۍ «CUREVAC» له کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره د یوه واکسين پر جوړونې کار کوي او په دې ارتباط د آلمان حکومت او امریکا ترمنځ کشمکش روان دی.

د ورځپاڼې په حواله د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر دې واکسین کارکونکو آلماني ساینس پوهانو ته په ډیره لوړه کچه د پيسو ورکولو وړاندیز جاري ساتلی او یوازې د امریکا متحده ایالاتو له پاره یې د دې درمل یا واکسینو د حقوقو (کاپي رایټ) ترلاسه کولو هڅه کړې.

خو نوموړۍ کمپنۍ په یوه مطبوعاتي بیانیه کې د خپلې کمپنۍ د ټکنالوژۍ احتمالي خرڅول رد کړل: «کیورویک د (MRNA) د یوه داسې واکسین پر جوړونې خپله توجه متمرکزه کړې ده چې د ټولې نړۍ خلک د کرونا له ویروس څخه وساتلی شي. مونږ نه غواړو پر اټکلونو تبصره وکړو او هغه تورونه ردوو په کوم کې چې زمونږ د ټکنالوژۍ او کمپنۍ د ترلاسه کولو د وړاندیز خبره شوې ده.»

آلماني ورځپاڼې د آلمان حکومت د یوې سرچينې په حواله لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ د دې واکسین د ترلاسه کولو له پاره خپله پوره وسه کړې ده«خو یوازې د امریکا له پاره»، مګر د کمپنۍ مشر کرستوف هیتچ وایي چې په دې اړه له امریکا سره د کوم قرارداد یا تړون رامنځته کیدل هیڅ امکان نه لري.

د آلمان د روغتیا وزیر هم په دولتي تلویزون کې د وینا پر مهال وویل چې له تیرو دوو اونیو راهیسې یې له نوموړې کمپنۍ سره په ډیر ښه چاپیریال کې خبرې روانې دي.

دغه کمپنۍ د آلمان په سویل ښار تیوبنګن کې واقع ده چې د روغتیا له وزارت سره په ګډه کار کوي. دغه کمپنۍ د آلمان په فرانکفورت او د امریکا متحده ایالاتو په بوستن ښارونو کې هم څانګې لري.

دغه کمپنۍ تمه لري چې د جون یا جولای تر میاشتې پورې به یو آزامښتي واکسین جوړ کړي او بیا به یې پر انسانانو د آزموينې له پاره تائید ترلاسه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص