1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ویروس: د تیلو بیې ۳۰ سلنه ټیټې شوې دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

وروسته له دې چې روسیې په بازار کې د نفتو د بیو د باثباته ساتلو په اړه د اوپیک سازمان هڅې رد کړې، سعودي هم په خپل وار سره شدید اقدامات تر لاس لاندې ونیول. د کرونا ویروس د خپریدو اقتصادي پایلو نفتو ته تقاضا کمه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Z5o8
Symbolbild - Erdöl - Tanken
انځور: Getty Images/P. Walter

د تیلو بیې د دوشنبې په ورځ ۳۰ سلنه را ټیټې شوې چې دا په ۱۹۹۱م کال کې د فارس خلیج د جګړې راهیسې تر ټولو ډیر کمښت دی. دلیل دا دی چې سعودي عربستان خپل د نفتو(اومه تیلو) بیې را ټیټې کړي دي. د سعودي عربستان دغه پریکړه د روسیې له خوا د نفتو د تولید د نه کمولو په غبرګون کې تعبیریږي.

روسیې تیره اونۍ د نفتو صادرونکو هیوادونو(اوپیک) په غونډه کې وویل چې د نفتو د بیو د باثبات کولو په برخه کې د دغه سازمان په هڅو کې ونډه نه اخلي. د نفتو بازار د کووید - ۱۹ یا کرونا ویروس د خپریدو په پایله کې نفتو ته د تقاضا کمیدو په اړه انديښنو له امله له شدیدو نوسانونو سره مخامخ شوی دی.

اوپيک په دې غونډه کې، چې روسیې هم ګډون درلود هڅه کړې وه چې د نفتو ورځنې تولید ۱،۵ میلیونه بوشکو ته را ټیټ کړي، خو په دې اړه موافقه رامنځته نه شوه. وروسته له دې چې روسیې له دې وړاندیز سره موافقه ونه کړه، د نفتو په بازار کې داسې یو وضعیت رامنځته شوی دی چې ځينو څارونکو هغه «بیو جنګ» بللی دی.

څیړونکي وایي چې سعودي عربستان په نړۍ کې د نفتو د لوی تولیدونکي هیواد په توګه د نفتو د بیو په ټیټولو سره د روسیې د دې پریکړې پر ضد غبرګون ښکاره کړی دی. که څه هم روسیه د اوپیک سازمان غړۍ نه ده، خو د نفتو یو عمده صادرونکی دی او معمولاً د اوپيک متحد ګڼل کیږي.

د ۳۰ سلنه بیو په ټيټیدو سره  د اومه نفتو د هرې بوشکې بیه ۳۱،۰۲ ډالرو ته ورسید، خو لږ وروسته بیا بیې بیرته لوړې شوې او ۳۶،۰۶ ډالرو ته ورسیدلې، چې دا بیا هم د بیو ۲۰ سلنه ټیټوالی ښيې.

د روسیې او اوپيک ترمنځ د تدارکاتو د اوسني تړون معیاد همدا د مارچ په میاشت کې ختمیږي. سعودي عربستان په پام کې لري چې خپل د نفتو تولیدات په ورځ کې ۱۰ میلیونه بوشکو ته لوړ کړي او د اپریل میاشتې له پاره یې د نفتو د پلورلو بیې ټيټې کړي دي.

(bs/sn (AFP, AP, Reuters