1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ویروس د تاوانو ترڅنګ اقلیم ته ګټه ورسوله

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

طیارې چي اصلأ باید په هوا کي وای، پر مځکه ناستي دي، موټرونه لږ په حرکت کي دي او ډیري فابریکې او مغازې هم تړل سوي دي. دا ټول د اقلیم سره کومک کوي، ځکه چي لږ کاربن ډای اکسایډ تولیدیږي.

https://p.dw.com/p/3ZsSL
Deutschland Flughafen Frankfurt Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

په همدې دلیل به جرمني د ۲۰۲۰ م کال خپل اقلیمی هدف ته ورسیږي. اوس نو د اقلیم ساتونکو په خبره تردې وروسته لازمه ده، دا سي یو زرغون اقتصادي پروګرام په کار ولویږي، چي اقلیم ککړ نه کړي او پاک یې وساتي.

رسمي او غیررسمي شخصي سفرونه او سیاحتونه نه تر سره کیږي، طیارې پر مځکه ناستي دي، پروازونه نه کوي، هغه کسان چي د یوه ځای څخه بل ځای ته د کار په خاطر روان وي، نور نه ځي او په کورونو کي پاته دي. د جرمني مهم صادراتي محصول، یعني موټران نور نه تولیدیږي او خارج ته نه صادریږي.

د دې سره یو ځای نو په جرمني کي کاربن ډای اکسایډ هم راټيټيږي او ډیر لږ مضره ګازونه هوا ته پورته کیږي.

د اګورا انرژۍ د آژانس څخه پاتریک ګرایشن وايي، چي »زموږ د اټکلونو پراساس به په جرمني کي د تاوده ژمي او د کرونا ویروس د بحران له کبله په ۲۰۲۰ م کال کي د تیر ۲۰۱۹ م کال په نسبت ۵۰ ملیونه ټنه کاربن ډای اکسایډ لږ تولید سي. که د کرونا بحران همداسي دوام پیدا کړي، نو به نور ۱۳۵ ټُنه کاربن ډای اکسایډ او مضره ګازونه هم لږ تولید سي. «

د برلین د تیورۍ جوړولو دغه مرکز د نورو تر څنګ د جرمني او نورو اروپايي هیوادو د انرژۍ تغیيرات تعقیبوي.

د جرمني د حکومت هغه اقلیمي هدف به نو، چي په ۲۰۲۰ م کال کي باید تر ۷۵۰ ملیونه ټُنه کاربن ډای اکسایډ اضافه تولید نه کړي، د ټولو پخوانیو اټکلونو برخلاف اوس تر لاسه سي .