1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس او د حکومتونو بې سارې پرېکړې

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

يو پاکستانی ډاکتر چې له ايران څخه راستنيدونکي مساپر يې معاينه کول پر کرونا ويروس اخته شوی. ازبکستان او سريلانکا پر خپلو ټولو اتباعو سفرونه بند کړي. جاپان هم خپلو اتباعو ته ويلي چې امريکا ته غيرضروري سفرونه ونه کړي.

https://p.dw.com/p/3Zs3E
Coronavirus - Japan - Diamond Princess Kreuzfahrtschiff
جاپان يوکو هاماانځور: picture-alliance/dpa/AP/Jae C. Hong

اسوشتيد پريس خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د مارچ ۲۲مې) په رپوټ کې په ازبکستان، سريلانکا، پاکستان او جاپان کې د کرونا ويروس په تړاو ځينو نوو پيښو ته اشاره کړې ده:

ازبکستان

د ازبکستان حکومت د خپلو اتباعو پر مخ ټول سرحدونه تړي او له هغو څخه يې د ماسکونو د اغوستو غوښتنه هم کړې ده. دليل يې د کرونا ويروس د خپريدو څخه مخنیوی دی. د ازبکستان يوه حکومتي کميسيون له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي، چې سر له دوشنبې ورځې به د هيواد د ټولو اتباعو پر مخ سرحدونه تړلي وي. يوازې هغه بهرنيان چې غواړې له ازبکستانه خپلو هيوادونو ته ستانه شي او نړيوال سوداګريز ترافيک به آزاد وي. دغه کميسيون همدغه راز ويلي دي چې د چهارشنبې له ورځې که هر چا په عامه ځایونو کې ماسک نه وو اغوستی،‌ نو جريمه کيږي به. په ازبکستان کې تر اوسه د کرونا ۴۲ پيښې ثبت شوي دي.

سريلانکا

د سريلانکا حکومت هم پر ټولو مساپروړنکو پروازونو او کښتيو د سفر کولو بنديز لګولی دی. حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي دي، تر هغې چې وضعيت بيرته عادي حالت ته نه وي راګرځيدلی، هيڅ کومه مساپر وړونکې کښتۍ او الوتکه اجازه نه لري چې د هند په سمندر کې پروت د سريلانکا ټاپو ته داخل شي. د سريلانکا حکومت په دغه هيواد کې د کرونا ويروس ۷۷ پيښې تائيد کړي دي.

پاکستان

Coronavirus Grenze zwischen Pakistan und Iran
د ايران او پاکستان تر منځ پوله باندې له ايران د راستنيدونکو زیارت کونکو معاينه کولانځور: DW/G. Kakar

يو پاکستاني ډاکتر چې له ايران څخه راتلونکي مساپر يې معاينه کول، پخپله پر دغه خطرناک ويروس اخته شوی دی. پيښه د پاکستان په شمال کې رامنځ ته شوې ده. د ګلګيت بالتستان د سيمه يز حکومت وياند، فیض الله فراق د يکشنبې په ورځ وويل: «دغه ځوان ډاکتر، عثمان رضا، له ايران څخه ګلګيت بالتستان ته د بيرته راستنيدونکو زيارت کونکو پر معاينه کولو توظيف وو، چې په کرونا ويروس تر مبتلا کيدو وروسته په ډير سخت حالت کې اوس قرار لري.» دغه ډاکتر د جمعې په ورځ د ګلګيټ ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې بستر شوی دی.

د پاکستاني رسنيو په حواله، پر يوه امريکايي ديپلومات چې په وروستيو ورځو کې د اسلام آباد هوايي ډګر ته رسيدلی وو، هم شک دی چې پر کرونا ويروس به اخته شوی وي. چارواکو هغه مهال دغه ديپلومات درولی وو، خو په اسلام آباد کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت ژمنه کړې وه چې هغه به په سفارت کې قرنطين کوي. تر هغې وروسته سفارت څه نه دي ويلي.

جاپان
جاپان خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې امريکا ته د غير ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي. دليل يې په امريکا متحده ایالاتو کې په چټکۍ سره د کرونا ويروس خپريدل ښودل شوي دي. دغه مطلب، د جاپان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلی دی. جاپان هم د اکثرو اروپايي هيوادونو په څير د چين، سويلي کوريا، هسپانيا او ايټاليا په ګډون يو شمير هيوداونو ته سفرونه بند کړي دي.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا متحده ايالاتو د ناروغيو د کنترول د مرکز په حواله ويلي دي چې، متحده ايالاتو تر شنبې ورځې (د مارچ ۲۱مه) پر کرونا ويروس د ابتلا ۱۵۲۱۹ تائيد شوې پيښې او د مړينې ۲۰۱ پيښې درلودې.

د اسوشتيد پريس په حواله، اوس مهال په نړۍ کې څه باندې ۳۰۷ زره او ۲۰۰ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي چې څه باندې ۱۳ زره يې مړه شوي دي. څه باندې ۹۲ زره مبتلايان بيا روغ شوي هم دي چې ډيری يې په چين کې دي.