1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويرس پر ضد د اروپا مبارزه

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

اروپايي هيوادونو د کرونا ويروس خپريدو د مخنيوي له پاره پراخ اقدامات کړي دي چې له نن، سه شنبې څخه د آلمان، هسپانيا او فرانسې په ډېرو برخو کې عملي کيږي. ځيني مغازې تړل شوي او خلکو ته په کورو کې د پاتېدو لارښوونه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3ZYcT
Spanien, Madrid: Ausnahmezustand wegen COVID-19
انځور: Reuters/J. Medina

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون پر فرانسويانو غږ کړی چې په خپلو کورونو کې دې پاته شي. په آلمان کې هم پر ټولو مذهبي مراسمو او غونډو بندیز لگول شوی دی. همدا راز ځينې مغازې او د لوبو میدانونه تړل شوي دي.

په آلمان کې به د ريل تگ راتگ هم محدود کړل شي. دې هېواد د دوشنبې په ورځ له فرانسې، اتريش، لوگزامبورگ، ډنمارک او سويس سره خپل سرحدونه وتړل.

د اروپايي ټولنې کميسيون د کرونا ويروس (کويد ـ ۱۹) د خپریدو د مخنيوي په موخه د يوې میاشتې له پاره پر سفر بندیز لگولی دی. بريتانيا تر اوسه د ښوونځيو د تړلو په اړه څه نه دي ويلي او دا هم چې دوی په ډله ایزه توگه د کرونا د آزموينې پلان لري او که نه.

د فرانسې حکومت هم پر خپلو وگړو د کورونو څخه پر وتلو قسمي محدوديت وضعه کړی دی. د سه شنبې ورځې تر غرمې پورې خلکو ته وخت ورکړل شوی چې د خوراکي توکو د خريدارۍ، کارونو او يا قدم وهلو له پاره له کورونو وتلی شي او تر هغه وروسته به يوازې په عاجلو مواردو کې له کورو څخه د وتلو اجازه وي. دا محدوديت د ۱۵ ورځو له پاره دی.

په فنلند کې به هم د چهار شنبې ورځې څخه د ښوونځيو او پوهنتونونو درسونه د انترنت له لارې ترسره کيږي.

Symbiolbild | Deutschland | Schule | Coronavirus
په يو شمیر اروپايي هېوادونو کې ښوونځي تړل شويانځور: picture-alliance/dpa/C. Seidel

په سويس کې بیړنۍ حالت اعلان شوی چې په نتيجه يې مغازې، رستورانتونه، شراب خانې او د ساتیرې پارکونه د اپريل تر ۱۹ نيتې پورې تړل شوي دي.

په هسپانيا او ايټاليا کې هم ورته اقدامات تر هغه وروسته ترسره شول چې په دغو هيوادونو کې د کرونا ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې. دمگړۍ په هسپانيا کې د دې ويروس ۹۹۴۲ او په ايټاليا کې ۲۷ زره ۹۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

کرونا د نړۍ په نورو برخو کې

د امريکا متحده ایالاتو د Pfizer او آلمان د  BioNTech درمل جوړولو شرکتونو اعلان کړی چې دوی به په سملاسي توگه د کرونا ويروس د واکسين جوړولو له پاره گډ کار پېل کړي.

مشهور ستوری ټوم هينکس او ميرن یې ريتا ويلسن، د سه شنبې په ورځ په آسترليا کې په يوه روغتون کې تر پنځو ورځو بستر کیدو وروسته کور ته تللي. هينکس او ميرمن یې پنځه ورځې ترمخه په کرونا ويروس اخته شوي ول. د رسنيو د رپوټونو په حواله هغوی ته لارښوونه شوې چې په کور ځانونه قرانطين کړي.

Touristen bei dem Tajmahal
د تاج محل د تړلو پريکړه هم شوې دهانځور: DW

قرغزستان د کرونا د مخنيوي په موخه د ټولو بهرنيانو پر داخليدو بندیز لگولی دی. د منځنۍ آسيا دې هيواد ته تر اوسه کرونا نه ده رسېدلې. گاونډي هيواد قراقستان کې یې د سه شنبې په ورځ د کرونا د مثبتو پېښو شمير د ۱۴ څخه ۲۷ ته لوړ شوی دی.

هند د دغه هېواد تر ټولو مهشور سياحتي ځای، تاج محل د تړلو پريکړه کړې ده. د هند په ستر اقتصادي مرکز ممبۍ ښار کې شرکتونو ته لارښوونه شوې چې غیرو اړينو تجارتي خدمات په برخه کې فعالو کارکوونکو ته دې په کورونو کې د پاتېدو لارښوونه وشي.

مالیزيا ويلي چې له چهار شنبې ورځې څخه به له سنگاپور سره خپله پوله وتړي. تر دې اعلان وروسته په سنگاپور کې خلکو مغازو ته مخه کړې ځکه دغه هيواد ته زياتره تجارتي مواد له مالیزيا څخه ورځي. خو د سنگاپور حکومت ويلي چې د خوراکي توکو له کمښت سره به مخامخ نه شي.