1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا وبا د آلمان صادراتو ته سخته ضربه ورکړې

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د کرونا پانديمي د آلمان صادراتو ته سخته ضربه وارده کړې چي عوارض یې په تدریجي ډول ښکاره کیږي. د کالیو او آلماني صنعت تولیداتو ته تقاضا په بې ساري ډول راکمه سوې . داروښانه نه ده چي په راتلونکي کي به څه کیږي.

https://p.dw.com/p/3dZ1H
Deutschland Containerhafen Hamburg
انځور: Reuters/F. Bimmer

د کرونا پاندیمي په اپریل کي د جرمني صادراتو ته دومره سخته ضربه  رسولې چي دغه رقم  په ۱۹۵۰ م کال کي د صادراتو د پیل راهیسي بیا تر اوسه پوري سابقه نه لري.

د آلمان د حکومت د احصایی د ادارې په حواله، د بهرنیو صادراتو حجم د اپریل په میاشت کي، ۳۱ سلنه راکم  او تر ۷۵ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه یورو پوري راکښته سوی چي د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتي په پرتله ۲۴ سلنه کموالی ښيي. د آلمان واردات هم راکم سوي او د ۲۰۰۹ بحراني کال تر سطحي پوری رسیدلی دی.

ټول هیواد له رکود سره مخامخ دی

د کرونا د پاندیمي له امله د جرمني د تجارتي معاملاتو په ټولو برخو کي لږ او ډیر رکود لیدل کیږي. د هغه دلیل هم معلوم دی: حتی د اروپا په دننه کي د سرحدونو تړل کیدل، د مسافرتونو محدودیت او د هوا او اوبو له لاري د اړیکو پراخ  اختلال کیدل.

د بیلابیلو هیوادونو سره د صادراتو کچه یو له بل سره توپیر لري. د مثال په ډول د ۲۰۲۰ کال په اپریل کي یې له چین سره صادرات تر ۷ میلیارده  او ۲۰۰ میلیون پوري راکښته سول.

طبعاً له هغو هیوادونو سره چي له کرونا څخه سخت اغیزمن سوي ، د صاداراتو دغه ډول کمښت لا پسي شدید وو.  فرانسې ته، تر څه د پاسه ، ۴۸ سلنه ، ایټالیې ته له ۴۰ سلنه زیات او امریکا ته نژدې ۳۶ سلنه راکم سوی دی

نامعلوم راتلونکی

تر اوسه لا معلومه نه ده چي د آلمان تجارت به څه وخت له رکود څخه راووزي. د آلمان د تجارت او صنایعو خونه اټکل کوي چي  په روان کال کي به د هغو حجم لږ تر لږه ۱۵ سلنه راکم سي.

د آلمان د عامه صنایعو بڼسټ  بي ډي آی په حواله به د کالیو په صادراتو او د هیواد خدماتو کی هم ۱۵ سلنه  کمښت راسي. لکه څنګه چي د ټولو معامله کوونکو هیوادونو اقتصادي پرمختګ راکم سوی ، نو د آلماني توکو له پاره به هم تقاضا راکمه سي.

د تجارت د نړيوال سازمان په حواله به په روان کال کي په بیلابیلو هیوادونو کي تجارتي راکړه ورړکړه، د کرونا د ویروس د پراخیدو د شدت پر اساس،  له ۱۳ څخه ۳۲ سلني ته راکښته سي.

زموږ له آرشيف څخه: