1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا واکسین به ډیر ژر ټِست کولو ته تيار سي

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

د فارمسي شرکتونه په نړیواله سطحه د کرونا پرضد د یوه واکسین پر جوړولو کار کوي. په آلمان کی هم د نورو ترڅنګ د توبینګین بیو تخنیک شرکت ته هیله مندي موجوده ده.

https://p.dw.com/p/3ZxuB
Deutschland Biotech-Unternehmen CureVac
انځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

د دغه شرکت بڼسټ ایښودونکی دیتمار هوپ د یکشنبې په ورځ د فرانکفورتر الګیماینر ورځپاڼي ته ويلي دي چی که څه هم تر اوسه پوری هڅي په سم ډول رواني دي خو د روان کال تر مني به د کرونا واکسین د ډاکټرانو په اختیار کي ورکول سي.

د دغه شرکت د څارني له شورا څخه، فریدریش بوهلین په نظر اول باید سړی په دې باندی ځان پوه کړي چی تر اوسه پوري څه پیښ سوي دي. واکسین له ناروغیو څخه د ساتلو یوازینی امکان دی. وروسته به د هغو ناروغانو له پاره دارو درمل جوړ سي چی همدااوس په دغه ناروغي اخته دي.

په دې برخه کي هڅي رواني دي. بوهلین زیاتوي چی اوس خلک په دې پوه سول چی د کووید ۱۹ دغه شدید شکل د سږي د خطرناکي ناروغي سبب کیږي. د نورو دواوو په رامنځته کیدو سره به هغه تر کنترول لاندی راسی او په دې ډول به د سختو ناروغیو په درملنه کي مرستي وسي.

د بوهلین په نظر طبعاً واکسین تر ټولو ښه لار ده او موږ د واکسین جوړولو له « ام آر ان مسینجر » موادو څخه کار اخلو او هغه به ژر ترژره په کلینیکونوکي ټِست کړو. زما په فکربه په دې ډول د یوه ښه واکسین جوړولو هدف ته ورسیږو.

د دې پوښتنی په جواب کي چی تر څه وخته به خلک په کورونو کي پاته وي او له نورو سره به تماس نه نیسي، بوهلین یې په هکله وایی: زه کوم فالبین نه یم او دا کار په ډیرو هغو فکتورونو پوری اړه پیدا کوي چی زما له پوهي څخه لوړدي. خو هغه څه چی په دارو درملو پوری اړه لري، هغه به یو څو میاشتي دوام پیدا کړي.

دا چی یو واکسین به کله پر انسانانو باندی تطبیق سي، ښایی یو کال وخت ونیسي. د بوهلین په خبره هیڅوک په دې نه پوهیږي چی د یوه انسان بدن څومره معافیت ته اړتیا لري چی د یوه مکروب څخه په اساسي ډول مخنیوي وکړي.

دغه اټکل مخکی له مخکی سړی نه سي کولای او نه هم هغه په غیر کنترولي ډول پر انسانانو تطبیق کولای سي. دا ځکه چی موږ باید د هغو انسانانو ساتنه هم وکړو چی په خپله خوښه ددغه واکسین ټِست ته حاضریږي.

ددغه واکسین د په جوړولو کي د « ام آر ان مسینجر» ماده ډیره ګټه رسولې ده. د مثال په ډول موږ پوهیږو چی د لیوني سپي د ناجوړۍ پرضد واکسین د فقط یوه میکرو ګرامه څخه یو انسان له دغي ناروغئ څخه خلاصوای سي. دا په دې معنی چی د هغه یو ګرام کولای سي یو میلیون انسانان واکسین کړي.

د مقایسې په ډول په عادي دارو درملو کي سړی زیاتره خلک له ۵۰۰ ملی ګرامو څخه دوه واکسینه جوړولای سي.دغه ماده ډیر ظرفیت لري او د هغه په لږو موادو سره د ډیرو کسانو ساتنه کیږي. دا په دې معنی چی د کال په دوهمه نیمایی کی به په کافي اندازه نور مواد هم په لاس راوړو. خو زه نه پوهیږم چی بیا به ورته اجازه ورکول سي او که نه.

بیوتکنالوژي په آلمان کی ښه وده نه ده کړې او ښایی د بوهلین د شرکت په ډول دوو یا درو نورو شرکتونو په دې برخه کی هڅي کړي وي.

ددې پوښتنی په جواب کی چی د دا ډول بحران په رامنځته کیدو سره ښایی ددغو پلټنو له پاره نورو هڅو ته هم زمینه برابره سي او که څنګه، بوهلین یی په اړه وایی: د اساسي پلټنو په برخه کی آلمان ډیر مخته دی خو د شرکتونو له خوا د هغه د عملي کیدو په برخه کی بیا ډیر مخته نه دی.