1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«د کرونا واکسين ممکن د ۲۰۲۱م کال په منځ کې جوړ شي»

۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبه

په حاضر وخت کې د کرونا واکسين ۲۰ نمونې په کلينيکونو کې د آزموينې تر پړاوه رسيدلي دي. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د کرونا واکسين ته کيدای شي د ۲۰۲۱م کال په نیمايي کې لاسرسی ممکن شي.

https://p.dw.com/p/3fag6
Symbolbild COVID-19 Impfstoff
انځور: Getty Images/P. Vilela

په حاضر وخت کې د نړۍ مختلف هيوادونه د ګډو پروژو له لارې هڅه کوي تر څو د کرونا ويروس واکسين ژر تر ژره جوړ او بازار ته يې راوباسي. په دې لړ کې تر اوسه، د واکسين ۲۰ نمونې د کلينيکي آزموينې تر پړاوه پوري رسيدلي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د تحقیقاتو د څانګې مشرې، سوميا سواميناتان، د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) سره په مرکه کې ويلي دي چې تمه کيږي چې د کرونا يا کوويډ-۱۹ ناروغۍ له پاره د لومړني واکسين د جوړيدو کار، د ۲۰۲۱م کال تر نيمايي پورې په بريا سره پای ته ورسيږي.

د ډيرو واکسينونو تر توليد وروسته، ممکن د هغو له منځه لږ تر لږه هغه يو يې چې د راتلونکې کال تر نيمايي پورې يې ښې مثبتې پايلې درلودلي وي، په پراخه توګه د استفادې وړ وګرځي. خو میرمن سواميناتان دا هم ویلي دي چې «البته دغه څه د وړاندوينې وړ نه دي.»

USA Moderna Tests von Corona-Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/S. Warren

د هغې په خبره: «اوس شل نوماند واکسينونه د کلينيکي څيړنو په مرحله کې دي. په دې دليل موږ ډاډه يوو چې ځيني واکسينونه به کار ورکړي.» د دغو آزموينو لومړنيو نتايجو ته به ښايي د ۲۰۲۱م کال په لومړيو کي لاسرسی ممکن سي.

خو هغه پر دې سربيره ډيره هيله منده هم ده: «که داسې فرض کړو چې د هر نوماند واکسين له پاره د بریا ۱۰ سلنه احتمال هم موجود وي، دا په دې معنی ده چې يو يا دوه واکسينونه کولای شي بریالي وي. شاید حتی تر دې هم ډير.»

دا چې خنثی کوونکې انټي باډي په ځينو ناروغانو کې تر يوې مودې وروسته له منځه ځي، ناهيلې کوونکې نه ده. دغه مسئله د بدن د دفاعي سيستم په اړه شته انديښنې کموي.

mks/nz/na/pa (dpa)

زموږ له آرشیف څخه په دې هکله یو ویډیويي راپور دلته کتلی شئ. 

  

د کرونا ویروس واکسین به کله جوړ شي؟