1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د کرونا نوي ډول څيړونکي اندیښمن کړي دي

۱۴۰۰ آذر ۵, جمعه

په افريقايي هېواد بوتسوانا کې د کرونا يو نوی ډول « B.1.1.529» موندل شوی چې پروټین یې يو شمير جنيتکي تغيرات لري چې دا کار د دغه ويروس پر ضد د انسان د دفاعي يا ايمني حجرو مبارزه نوره هم سختوي.

https://p.dw.com/p/43Wq5
Coronavirus Südafrika | Klinik mit Covid-19 Station
انځور: RODGER BOSCH/AFP

په دې تېر دوبي کې مو « SARS-CoV-2» يا کرونا ويروس د نويو ډولو په اړه ډېر څه نه وو اوريدلي ځکه د نړۍ په ډېرو برخو کې په تېره بيا د کرونا ديلتا بڼه او د هغې نوی ډول « AY.4.2» چې دیلتا پلس هم ورته ويل کيږي، په پراخه کچه خپاره ول او نور ډولونه یې شاته کړي ول.

اوس د نړۍ په شمالي نيمه کره کې دوبی پای ته رسيدلی او د کرونا د پېښو شمير يو ځل بيا ډېر لوړ شوی دی. پر جنوبي نيمه کره بيا دوبی همدا اوس پيليږي او د اوړي په توده هوا کې هلته بايد په اصل کې د کرونا پېښې کمې شي او يا د نويو پېښو شمير په ټيټه کچه پاته شي.

د کرونا د پېښو د ډېريدو علت څه دی؟

خو په جنوبي افريقا کې کرونا ډېره په چټکۍ د خپريدو په حال کې ده. په تېره بيا په جوهانسبورګ او پريتوريا کې دمګړۍ په اوسط ډول په اوو ورځو کې په هرو ۱۰۰ زرو کې تر زرو ډېر کسان په کرونا اخته کيږي.

دا کيدای شي، خو حتمي نه ده چې داسې وي، د کرونا د نوي ډول له امله وي چې د نومبر پر ۱۱ نيټه په بوتسوانا کې په لومړي ځل ثبت شوی وو. د بوتسوانا هېواد د جنوبي افريقا د شمال په لور پروت دی.

اوسمهال د کرونا ويروس دغه نوی ډول په جنوبي افریقا او همد راز هانګ کانګ ته په سفر تللي يوه تن کې هم چې تر دې دمخه په جنوبي افریقا کې وو، موندل شوی دی. د څيړونکو په حواله د کرونا نوی ډول «د جنيتکي بدلونو ډېر لوړ شمير لري، يعني په پروتين کې یې ۳۲ موتاسيونونه يا جنتيکي تغيرات مشاهده شوي دي.«

«د انتي بادي له خوا د پيژندل کیدو کچې ټيټېدل»

د کرونا په پروتين کې د ډېرو جنيتکي تغيراتو له کبله د بدن د حجرو له خوا د ویروس سره مبارزه ستونزمنه کیږي او مدافعتي ځواب یې په اصطلاح له منځه ځي. دا کار کيدای شي چې د ناروغۍ نورې څپې رامنځته کړي، خو حتمي نه ده.

مشاهده شوي جنیتکی تغیرات د ډېرو اندیښنو سبب ګرځيدلي دي. دا نظر د کيمبرج پوهنتون د کلينکي مايکروبيالوژي پروفيسر راوي ګوپتا کوي. ګوپتا لا په فيبرورۍ مياشت کې په لومړيو لابراتواري څيړنو کې وموندلای شول چې دوه هغه جنتيکي تغييرات چې اوس په  B.1.1 529 ډول کې مشاهده شوي دي، د ويروس د خپريدو کچه لوړوي او د انتي بادي پيژندنه کموي.

د University College London يا «يو ايل سي» د جنیتکي انستیتويت مشر فرانسوا بالوکس په دې اړه وويل: «په هر صورت دا انتظار لرلی شم چې د الفا او دیلتا ډولونو په پرتله د خنثی کوونکو انتي بادي پيژندنه را کموي.»

په دقت سره بايد مشاهده شي

خو د نوموړي په خبره تر اوسه داسې معلومات په لاس کې نشته چې ترې ثابته شي چې په حقيقت کې دا نوی ډول څومره ساري دی او همدا يوه پريکړنده پوښتنه ده. د «يو ايل سی» د عملياتي تحقيقاتو پروفيسرې کرستينا پاګیل هم د تويتر له لارې دې خبرې ته اشاره کړې ده. هغې ويلي: «د بالوکس په حواله تر اوسه موږ ته لا «مشکله ده ثابته کړو چې په رښتيا هم دB.1.1.529  دا ډول څومره ساري دی.» د هغې په خبره دا نوی ډول بايد په دقت سره وڅارل او و ارزول شي، ډېرې انديښنې ته اړتيا نشته مګر دا چې په نزدې راتلونکي کې یې پېښې ډېرې زياتې شي.

نوي ډول ته غبرګونونه

د آلمان حکومت د کرونا ويروس د دې نوي ډول له کبله جنوبي افریقا ته پروازونه ډېر راکم کړي دي. د حکومت له خوا ويل شوي چې د شنبې شپې راهيسې دغه هېواد د «ويروس د نوي ډول ساحې» په توګه درجه بندي کيږي. د دې په پایله کې به هوايي شرکتونه يوازې اجازه لري چې د آلمان اتباع المان ته انتقال کړي. سربيره پر دې ټول مسافر که واکسين شوي هم وي، بايد د څوارلسو ورځو له پاره قرنطين شي.

اروپايي ټولنه: ماشومانو ته د کرونا د بيونتيک واکسين د لګولو اجازه ورکړل شوه

اروپايي کمیسيون هم غواړي چې د نوي ډول له کبله د افريقا لويې وچې په جنوب کې له پرتو هېوادونو څخه اروپايي ټولنې ته سفرونه ډېر محدود کړي. بريتانيا او اسرائيل هم په دې منځ کې له دغو هېوادونو سره هوايي تګ راتګ محدود کړی دی. د بريتانيا د روغتيا وزير ساجد جاويد وويل چې په دغسې اغیزمنو هېوادونو کې جنوبي افريقا، نميبيا، لیسوتو، بوستوانا، ايسواتيني او زمبابوی شامل دي.

ب. ص/ ن. ص (Alexander Freund)ز

زموږ له آرشيف څخه: