1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د ژر تيست نوې آله

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

په آلمان کي د بوش په نامه د الکترونیکي وسایلو لوی شرکت په دې بریالی سوی دی چي د کووید ۱۹ ناروغۍ د سمدستي معلومولو یوه دستګاه جوړه کړي. د هغې په مرسته به په دوه نیمو ساعتو کي د تيست نتیجه معلومه سي.

https://p.dw.com/p/3a89d
Bosch entwickelt Corona-Schnelltest
انځور: picture-alliance/dpa/Bosch

د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي د انسانانو پر فعالیتونو خپل اغیز اچولی او په ډیرو برخو کي یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

کرونا ويروس چي د سږو سخته ناروغي ده او ریزش ته ورته ده، د هغې د مخنیوي عمومي ستونزه په دې کي ده چي دغه ویروس د ناروغ کس په بدن کي پر وخت نه سي معلومیدای. تر اوسه پوري د هغه پرضد نه کومه دوا په لاس کي سته او نه هم کوم واکسین ورته جوړ سوی دی.

په هغه رپوټ کي چی د مارچ پر ۲۶ مه د آلمان د لومړۍ تلویزیوني شبکې په ویبپاڼه کي خپور سو، راغلي دي چي د بوش په نامه د برقي وسایلو ستر آلمانی شرکت په دې بریالی سو چي د کووید ۱۹ ویروس د معلومولو داسي آله جوړه کړي چي ډیر ژر یې د تيست نتیجه په لاس راتلای سي.

دغه دستګاه به څه وخت د استعمال له پاره آماده سي؟

د نوموړي شرکت په حواله، د تست کولو دغه نوې دستګاه کولای سي په ویروس باندي د اخته کس په بدن کي د ویروس د معلومولو د نتیجې وخت دوه نیم ساعته ته راکم کړي. د بوش شرکت همداراز ویلي دي چي دغه دستګاه کولای سي په عین وخت کي د لسو تنو تنفسي ناروغانو د تيست نتیجه معلومه کړي. همداراز زیاته سوې ده چي دغه دستګاه په بشپړ ډول له درو اونیو راهیسي استعمال ته آماده ده، خو تر لازمو آزموینو وروسته به د اپریل په سر کي د ډاکټرانو او کلینیکونو په اختیار کي ورکړل سي.

دغه ډول دستګاه په کومو ځایونو کي کارول کیږي؟

د بوش شرکت دغه تیزه دستګاه په بشپړ ډول اتومات ده او د آزمویني پرسونل ته اړتیا نه لري. له همدې کبله هغه کولای سي په راتلونکي کي په مستقیم ډول په کرونا باندي اخته کسانو د تشخیص له پاره په روغتونونو کي استعمال سي.

د کرونا ویروس واکسین به کله جوړ شي؟

د دغې دستګاه په کارولو سره به د اضافي تګ راتګ او د کرونا د ویروس د لا پراخیدو څخه مخنیوی وسي. په دې ډول کیدای سي ډیر ژر په کرونا باندي اخته کسان له جوړو انسانانو څخه بیل کړای سي. د اوسنیو آزموینو له لاري د کرونا تشخیص دوې ورځي وخت نيسي.

آزموینه څه ډول ترسره کیږي؟

په دغه نوې کړنلاره کي د ناروغ کس له پزي یا ستوني څخه د افرازاتو نمونې اخیستل کیږي او دغه نمونې بیا د تحلیل او تجزیې له پاره په دستګاه کي ځای پر ځای کیږي. یوه دستګاه کولای سي په ورځ کي لس آزمویني ترسره کړي. د بوش شرکت وايي چي د دغي دستګاه کارول ډیر آسانه دي او د هغه د استعمال له پاره مسلکي زده کړو ته اړتیا نه سته.

د آزمویني نتیجه ۹۵ سلنه دقیقه وي

د کووید ۱۹ د آزمویني د معلومولو نتیجه د دغي نوي دستګاه په وسیله څه د پاسه ۹۵ په سلو کي سمه وي. نو له همدې کبله ستندرد لري.

په نړۍ کي ډیر شرکتونه د انسان په بدن کي د کرونا د تيست د نتیجې د ژر معلومولو له پاره کار کوي. همدارنګه په اوس وخت کي پر داسي کړنلارو پلټني کیږي چي وکولای سي د دغه ویروس د تيست نتیجه په څو دقیقیو کي معلومه کړي.

د بوش د شرکت بڼسټ په ۱۸۸۶م کال کي د جرمني په شتوتګارټ کي کښیښودل سو. دغه شرکت په نړیواله سطحه د اتوماتیکو برقي وسایلو له شرکتونو څخه یو دی. د بوش شرکت مرکزي دفتر د آلمان په ګرلینګن کي دی.