1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا پر مهال د دیني عالمانو نقش څومره مهم دی؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۱, جمعه

د ډاډمنو ټولنو د ادیانو سازمان په ژنیو کي د ۷ مختلفو ادیانو په انلاین بڼه یو ګردی میز جوړ کړی وو چې پکښي له ۱۸ هیوادونو څخه ۵۰ کسانو ګډون کړی وو. د هغوی اصلي بحث د کرونا د وبا پر مهال د دیني عالمانو پر نقش راڅرخیده.

https://p.dw.com/p/3iKQa
Symbolbild Christentum Judentum Islam
انځور: picture alliance/Godong

د ګردي میز یوه ګډونکونکي ډاکتر وینو آرام، وویل چي د ډاډمنو ټولنو د ادیانو سازمان IAFSC کار په دې وخت کي ډیر مهم دی. د هغه په خبره د کرونا د بحران پر وخت زموږ د فعالیتونو او عادي ورځني کار په ډول او طرز کي د تغیراتو د رامنځته کیدو په سبب متوجه سولو، چي ترټولو ډیر خطر کوچنیانو ته متوجه دی.

هغه زیاته کړه، په داسي حال کي چي هر هیواد کوښښ وکړ، د کرونا بحران سره د مبارزې یو حل پیدا کړي، خو بیا زموږ له منځ څخه هغه کسان چي د کوچنیانو سره کار کوي، باید د هغوی مشکلاتو او تشویشونو ته ډير پام وکړي او یو بیلانس پیدا کړي.

د ګردي میز یوه بل ګډون کونکي دانا حمید بیا وویل، چي «عقیده هیڅ وخت دومره مهمه نه وه، لکه اوس د کرونا د بحران پر وخت.» په همدې دلیل د ډاډمنو ټولنو د ادیانو سازمان IAFSC دغه ډول غونډي او جلسسې جوړوي، څو د مختلفو ادیانو او مذهبي ټولنو تر منځ تجربې تبادله سي. ځکه دیني عالمان او رهبران دا قدرت او نفوذ لري، چي د خپلو مذهبي ټولنو سره کومک وکړي، د محتاجو کسانو غمخوره واوسي، واقعأ تأثیر وکړي، تسلي ورکړي او هم له دې سره کومک وکړي، چي د مشکل سره مخامخو انسانانو غم او تکلیف ورکم کړي.

د کرونا پانډمي په اوسني عصري زمانه کي بې مثاله ده: هغه ډیر سخت فزیکي، رواني او روحاني مشکلات یې رامنځته کړي دي. په میلیونو انسانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي، د لوږي او بې کوره کیدو له خطر سره مخامخ دي. خو کرونا داسي غیر قابل پیشبیني عواقب هم له ځان سره رامنځته کړل، لکه مثلأ د کوچنیانو څخه جنسي سؤ استفاده او یا د راسیستي او مذهبي انګیزې پر بنأ کرکي او نفرت ته لمن وهل. په همدې دلیل هم د دیني عالمانو او رهبرانو رول تر پخوا ډیر مهم کیږي.