1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا د بحران پروخت جرمني ته لږ پناه غوښتونکي راغلي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د یوه تازه رپوټ په اساس د کرونا ویروس او د سرحدونو په کنټرول کې د سختۍ راوستلو له امله په آلمان کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو په شمیرکې د پام وړ کموالی رامنځته شوی دی. دا د تیر کال عین وخت په مقایسه ۲۹ فیصده کموالی ښيي.

https://p.dw.com/p/3bzpz
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې لیکلي دي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې(Bamf) ته د پناه غوښتنې ۲۹۱۳۲ غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي، چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيې.

د دغه رپوټ پر بنسټ د روان کال په اپریل میاشت کې ۴۱۰۰ د پناه غوښتنې عریضې ورکړي دي چې دا رقم د تیر کال په همدې میاشت کې تر دې دوه برابره هم لوړ وو.

د دغه رپوټ پر بنسټ اکثره دغه پناه غوښتونکي له سوریي، افغانستان او عراق هیوادونو څخه آلمان ته راغلي دي.

همدارنګه په دې وروستیو وختونو کې د اروپا اتحادیي هم د پناه غوښتونکو په شمیر کې د پام وړ کموالي خبر ورکړی دی. د پناه غوښتونې په چارو کې د اروپا د اتحادیي دفترEaso په حواله په مارچ میاشت کې د فبرورۍ په پرتله د دغې اتحادیي په غړو هیوادونو کې ۴۳ سلنه لږ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوی دي.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن