1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا بحران پر وخت د مېرکل له حکومت سره رضايت ډېر شوی دی

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

د کرونا په خپرېدو سره حالت تغير کړی:‌ له حکومت سره رضايت ډېر شوی او ښي اړخی ای اف ډي ګوند شا ته غورځېدلی.‌ خو په آلمان کې هر دويم وګړی په کرونا له اخته کېدو څخه بيا ويره لري.

https://p.dw.com/p/3aOIj
Deutschland PK Coronavirus Angela Merkel Kontaktverbot
انځور: Reuters/M. Kappeler

پر ګرځېدو محدوديتونه،‌ د آزادۍ او حقونو راکمېدل،‌ د دکانونو او رستورانتونو تړل کېدل،‌ د موبايل د داسې اپليکيشن په هکله بحث چې د سفر او ګرځېدو څارنه کوي او بې ساري‌ دولتي پورونه،‌ ناورين ته ورته دغسې يو حالت لږ وخت پخوا يوازې په فلمونو کې ممکن وو.‌ خو اوس دغه حالت په حقيقت بدل شوی دی.‌ په ډېرو سختو تدابيرو سره د آلمان حکومت د کرونا ويروس له خپرېدو سره مبارزه کوي.

عام ولس دغو فعاليتونو ته د رضايت غبرګون ښکاره کوي.‌ داسې ښکاري‌ چې دغه سياسي‌ تګلاره ښايي‌ په يوه استثنايي‌ حالت کې د آلمان د وګړو له توقعاتو سره برابره وي پرته له دې چې څوک د کوم ګوند پلويتوب کوي.‌ ۷۲ سلنه او په دې ترتيب درې په څلورو کې بالقوه رايه ورکوونکي له بحران سره د برلين له چلن څخه راضي‌ دي. يوازې درې په لسو کې پوښتل شوي‌ کسان بيا ورباندې انتقاد کوي.‌ دغه خبره د ټول آلمان په سطح د »اې ار ډي« رسنۍ له يوې نظر پوښتنې څخه څرګنديږي‌ چې د اينفراتست ديمپ‌ د نظر سنجولو انستيتوت تر سره کړې ده.

په داسې حال کې چې يوه مياشت تر مخه د آلمانانو څلورمې برخې دا اندېښه لرله چې يا به خپله يا به يې د کورنۍ کوم غړی د کرونا په نوي‌ ډول ويروس اخته شي،‌ خو اوس تقريبا نيمه برخه خلک (۵۱ سلنه) دغه ويره لري.‌

په دغه ويروس د اخته کېدو د خطر اټکل هم د بېلابېلو نسلونو تر منځ‌ سره ډېر توپير نه لري.‌ له ۶۵ کالو ډېر عمرلرونکي‌ له نيمايي‌ څخه زيات (۵۳) دغه اندېښنه لري،‌ په داسې حال کې چې له څلويښتو کلونو کم عمر لرونکي‌ هم ۴۵ سلنه دغه شان ويره لري.‌ دا په دې معنی ده چې په ځوانانو کې هم دغه شمېر نسبتا کم نه دی.

Infografik - DeutschlandTrend April 2020 - DE
د حکومت له مديريت سره رضايت د ګوندونو د پلويتوب له مخې

ټولنيز واټن،‌ خو د څارنې ضد مفکوره

د مارچ له ۲۳مې نېټې راهيسې حاکم د اړيکو او تماسونو محدوديت د آلمان د اتباعو مطلق اکثريت په زغرده مني.‌ ۹۳ په سلو کې پوښتل شوي‌ کسان دغه تدابير پر ځای ګڼي.‌ دغه انګېرنه هم د ټولو سياسي‌ ډلو او جهتونو تر منځ‌ يو شان ده.

د ځيرک تليفون داسې يو اپليکيشن چې په کرونا د اخته کسانو معلومات او د ګرځېدو ارقام يې په داوطلبه توګه کاروي،‌ څو په موبايل کې د اړيکو نيولو شخصي‌ خطرات په ګوته کړي،‌ ښايي‌ د خپلو څرګندونو له مخې تقريبا نيمه برخه وګړي‌ استعمال کړي.‌ خو بله نيمايي‌ يې بيا دغه خبره ردوي.‌ اندېښنې په تېره بيا د ارقامو د ناکافي‌ مصئونيت او خونديتوب په برخه کې موجودې دي.

اوس د آلمان په روغتونونو کې ۴۰ زره د جدي‌ مراقبت چپرکټونه موجود دي. په ويروس د اخته کېدو څخه پر اندېښنې سربېره د آلمان د روغتيا پر سيستم د خلکو باور بيا هم ډېر دی.‌ درې په څلورو کې وګړي‌ ډېر يا حتی ډېر زيات باور لري‌ چې د آلمان د روغتيا سيستم او ډاکټران يې په اساسي‌ توګه د کرونا پانديمي‌ سره وړ چلن کولی شي.‌ سره له دې هم له لسو پوښتل شويو کسانو څخه څلور يې شک لري‌ چې د درملنې کافي‌ ظرفيت به هم شتون ولري. هغوی بيا ډېر يا ډېر زيات تشويش لري‌ چې د هر ناروغ درملنه به په مناسبه توګه ممکنه نه وي.

له حکومت سره رضايت ډېر شوی دی

د کرونا په بحراني‌ حالت کې د حکومت له خوا د مديريت ښه ارزونه د حکومت ټول ټال محبوبيت هم ډېر کړی دی.‌ په داسې حال کې چې د مارچ مياشتې په پيل کې شپږ په لسو کې وګړي‌ په برلين کې د حکومت له کار څخه راضي‌ او يوازې څلور له لسو څخه ناراضه ول،‌ نو يوه مياشت وروسته اوس بر عکس حالت رامنځ ته شوی دی. د مسيحي‌ ديموکرات،‌ مسيحي‌ سوسيال او سوسيال ديموکرات ګوندونو تر منځ‌ ائتلاف په ۱۹۹۷م کال کې د »اې ار ډي« د دغې نظر پوښتنې د رامنځ ته کېدو راهيسې دومره ملاتړ لري‌ چې هيڅ‌ بلې فدارلي‌ کابينې تر اوسه نه درلود.‌

خو نه يوازې د ياد ائتلاف پلويان د تېرو څلورو اوونيو په ترڅ‌ کې د حکومت له فعاليت څخه ملاتړ کوي.‌ د زرغون او آزاد ديموکرات ګوندونو په منځ‌ کې هم رضايت ډېر دی.‌ د کيڼ‌ اړخي‌ ګوند له پلويانو څخه نيمه برخه يې رضايت ښکاره کوي،‌ په داسې حال کې چې د اې اف دي‌ يعنې د آلمان له پاره د بديل ګوند په پلويانو کې يوازې هر شپږم تن له حکومت څخه رضايت ښکاره کړی دی.‌

دلته د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!