1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا بحران؛ هغه کسان چې سګرت څکوي يا خوب نه لري څه وکړي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

په داسې حال کې چې د کرونا ويروس د نړۍ نژدې ټولو سيمو ته رسیدلې څنګه کولای شو په دا ډول وضعيت کې د خپلو سږو روغتيا ته پاملرنه وکړو؟ که سګرت څکوو بايد کوم ټکي مراعات کړو او که نفس تنګي لرو څه وکړو؟

https://p.dw.com/p/3aOT5
Symbolbild Nichtraucher
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online

که تاسو د هغو ميليونو کسانو له ډلې څخه يو ياست چې ککړه هوا تنفس کوئ، ممکن د کرونا ويروس د ابتلا په خطر کې واقع واوسئ.

د نيويارک ټايمز د رپوټ په حواله، د متحده ايالاتو د سږو د ټولنې وياند ډاکټر مريديت مک کورماک چې د جان هاپکينز په پوهنتون کې د سږو د ناروغیو استاد هم دی، وايي چې د هوا ککړتيا کولی شي په انسان کې د دومداره نفس تنګۍ په څير ناروغیو اخته او يا د دغو ناروغيو د شدت لامل وګرځي. دغه ډول ناروغيانې د عفونت پر وړاندې حساسيت ډيروي چې دا بيا د کرونا يا کوويډ ۱۹ عفونت لا خطرناکه کوي.

هغه په حاضر وخت کې چې اکثريت خلک په کورونو کې دي په ځانګړې توګه هغه کسان چې سګرت څکوي بايد ډيره توجه وکړي. مک کورماک وايي، په ځانګړې توګه د بل چا د سګرت دود ته بايد په کمه ونه کتل شي.

«سګرت پريږدئ»

هغه ټينګار کوي: که تاسو سګرت څکوی، نو پريېږدي. که د پريښودو توان ېې نه لرئ، نو په کوټه کې دننه يې په هيڅ صورت مه څکوئ. ځکه، د سګرت په دود کې موجوده شيميايي مواد تر ډيرې مودې په مختلفو سطحو کې پاتېيږي چې دا په سرطان ناروغۍ د اخته کيدو يو اصلي لامل دی.

په کور کې ډير پخلی کول، په تيره چې د پخلنځي هوا په لازم ډول سره بدله نه شي، د کوټو د هوا ککړتیا زياتوي. د سوند ګازو استفادې سره، د اکسيد نيتروژن په نوم يوه ماده توليديږي چې د انسان تنفسي سيسم تحريکوي. له همدې امله لازمه ده چې د سوند پر ګازو د پخلي کولو پر وخت د پخلنځي کړکۍ خلاصې وي.

Russland private Küche
د پخلۍ پر وخت دې د پخلنځۍ کړکۍ خلاصئ پريښودل شئانځور: picture-alliance/dpa/Tass/Y. Sofroneyev

په اوسني وخت کې د حشراتو د له منځه وړلو له پاره د هغو ضد سپرې ګانې يا نور درمل مه کاروئ. د نفس تنګي پيدا کيدو په صورت کې په متواتره توګه له استنشاقي يا تنفسي درملو څخه کار واخلئ. په اوسنيو شرایطو کې د نفس تنګي لرونکو افرادو له پاره تر ټولو ښه درمل، کورتيزون درلودونکې سپرې ده. د دغې سپرې استفاده په اوسني وخت کې د سږو د ساتنې له پاره تر ټولو مهم ګام دی.

که بيخوبي لرو څه وکړو؟

حاضردمه په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس ۸ ډولونه د ګرځيدو په حال کې دي. د مبتلايانو شمیر له ميليون او د مړو شمير له ۵۰ زرو اوښتی. هر څومره چې دغه آمار پورته ځې په هماغه اندازه خلک د لا زيات رواني فشارونو احساس کوي.

د رواني فشار ډيريدل د خوب کيفيت خرابوي او کم خوبۍ د بدن دفاعي سيستم تضعيفوي چې په نتيجه کې يې بدن د ويروس او ناروغيو په مقابل کې ژر او ډير زیان ويني.

برتانوۍ پروفيسوره لماندا چې د نيويارک ښار د لنوکس هيل په روغتون کې د اعصبي ناروغيو متخصصه ده وايي: «ستاسو د خوب کيفيت ستاسو د بدن په ځواک کې او له ناروغيو څخه د ژغورنې په برخه کې مستقیم رول لري. له همدې کبله د کرونا يا کوويد ۱۹ ويروس پر وړاندې د ټولو لازمو سپارښتنو د رعايت کولو تر څنګ، د خوب کيفيت ته مو هم جدي پاملرنه وکړئ.»

د دې له پاره چې د شپې ښه خوب ولرئ، له حده زيات چرت مه وهئ. د قرنطين پر وخت کيدای شی د مخکې په پرتله چرت وهلو ته ډیر ميلان وي، خو له حده ډير چرت وهل د خوب مانع ګرځي. تاسو باید د شپې لږ تر لږه ۷ تر ۸ ساعته خوب ولرئ.

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!