1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا بحران: د نړۍ ميلياردران نور هم شتمن شوي

۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبه

د يوې څېړنې په حواله د کرونا وبا پر وخت د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو ټوله شتمني يو پر څلورمه برخه زیاته شوې ده. په ځانګړي توګه د روغتيا د برخې میلياردران په دې تیرو مياشتو کې ډېر بريالي ول.

https://p.dw.com/p/3jYHx
Währung | Euro, Yuan und Dollar
انځور: Antonio Pisacreta/ROPI/picture-alliance

د «پي دبيليو سي» مشورتي شرکت او سويس د «یو بي سي» بانک د يوې څېړنې په حواله چې د چهار شنبې په ورځ خپره شوې، ويل شوي چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو شتمني د کرونا د وبا پر وخت نوره هم زياته شوې ده.

د نړۍ د تر۲۰۰۰ ډېر میلياردران د ۱۰،۲ تريليون ډالرو په جمع کولو توانيدلي دي چې دا د ۲۰۱۷ م د ۸،۹ تريليون امريکايي ډالرو د ريکارډ کچې څخه هم ډېرې پېسې دي.

د هغو خلکو شمير چې د يو میليارد ډالرو شتمني لري، د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ م کالونو ترمنځ له ۲۱۵۸ څخه ۲۱۸۹ ته لوړ شوې دی.

د روغتيا او تکنالوژۍ په برخه کې ډېره ګټه

د ونډو په بازار کې د ځينو شرکتونو د چټک پرمختګ له کبله د نړۍ تر ټولو شتمنو وکولی شول د کرونا بحران په لومړيو ورځو کې خپل تاوانونه جبران کړي او بيا آن خپله شتمني ډېره کړي. د اپريل او جولای مياشتو تر منځ موده کې د ټولو میلياردرانو شتمني ۲۷،۵ سلنه وده وکړه او تر اتوو تريلیون ډالرو لوړه شوه.

په ټولو سيکتورونو کې د ميلياردرانو بخت ورسره ډېره ياري وکړه او هغوی وکولی شول خپله شتمني ډېره کړي. خو هغوی چې د تکنالوژۍ، صنعت او روغتيا په برخو پورې تړلي ول، تر ټولو زياته ګټه یې کړې ده.

د څېړنې په حواله هغه میلياردران چې د روغتيا په برخه کې ښکيل ول، شتمني یې ۵۰،۳ فيصده وده کړې او ۶۵۸،۶ ميليارده يورو منافع یې د «درملو د کشف، د تشخيص او طبي تکنالوژۍ په بخش کې د نوښتونو» او همدا راز بيا وروسته د کوويد ۱۹ د درملنې او تجهیزاتو د عرضه کولو له درکه کړې ده.

د خپرو شويو شميرو پر اساس د ۲۱۸۹ ميليادرانو له جملې څخه يوازې ۲۰۰ یې په ښکاره د کرونا وبا له کبله د رامنځته شوي روغتيايي بحران او همدا راز د ویروس د ټولنيزو او اقتصادي زیانونو سره د مبارزې له پاره د ۷،۲ ميليارده ډالرو بسپنه ورکړې ده.

بريالي آلماني میليادران

د آلمان میلياردران د امريکا متحده ايالاتو او چين له هغې وورسته په دريم مقام کې قرار لري او په ګډه یې ۵۹۴،۹ ميليارده يورو ټولې کړي دي. دا د ۲۰۰۹م کال راهيسې د آلمان د تر ټولو شتمنو کسانو په شتمنۍ کې د ۱۷۵ فيصدو ډېروالی دی.

يو بي اس او مشورتي شرکت پي دبليو سي د ۴۳ هيوادونو د ۲۱۸۹ ميليادرانو معلومات ارزولي دي او له ۶۰ میليادرانو سره یې شخصي مرکې کړي دي او د هغوی د نغدو پېسو، جايدادونو او نورو شتمنیو، همدا راز د اسعارو ونډې او د شرکتونو د شتمنيو په اړه يې معلومات ترلاسه کړي څو د نړۍ د دغه تر ټولو شتمنو کسانو د شتمنۍ کچه معلومه کړي.

زموږ له آرشف څخه: