1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د کرونا بحران: د سیاست او مذهب د اړیکو زیانمنېدونکي اغیزې

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

د سیاسي چارو یو کارپوه په دې باور دی چې مذهبي اغیزې د کرونا ویروس د وبا خپریدو پر وړاندې مبارزه کې ستونزې زیږوي. د هغه په خبره د کرونا د بحران پر مهال څرګنده شوه چې د سیاست او مذهب اړيکې څه ډول زیان اړونکی رول لوبولی شي.

https://p.dw.com/p/3aAfz
Saudi-Arabien Mekka | Coronavirus | Große Moschee, leer
انځور: Getty Images/AFP/A. Ghani Bashir

د سیاسي علومو کارپوه او د «کُنراد آدناور بنسټ» همکار اندریاس یاکوبس، په یوه مقاله کې د کرونا د بحران پر وړاندې د مقابلې پر مهال په مختلفو هیوادونو کې پر سیاسي پریکړو د مذهب زیان اړونکي اغیزې ارزولي دي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ په دې مقاله کې چې د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۸ نیټه) خپره شوه، هغو هیوادونو ته اشاره شوې ده چې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته په کې لويې مذهبي غونډې او مراسم د مذهبي ټولنې او روحاني نفوذ په خاطر لغوه نه شول او یا هم په ځنډ سره لغوه شول.

د یاکوبس د لیکنې په اساس په ځانګړي توګه هغه هیوادونه چې حاکمانو یي خپل مشروعیت په مذهبي عقیدو پورې تړلي دي، نو د دیني مراسمو محدودول پکې مشکل رامنځته کوي. نوموړی د بیلګې په توګه په ایران کې په ځنډ سره زیارتونو ته پر ورتګ بندیز لګول کیدو، په ابتدایي مراحلو کې په ترکیې کې په جماعت سره د لمونځ نه بندول او د کرونا وبا د خپریدو د خطر سربیره په تانزانیا کې د کاتولیک کلیسا د مذهبي مراسمو دوام ته اشاره کوي.

د کنراد آدیناور د بنسټ د ټولنیز انسجام د برخې دغه مشر لیکي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او همدارنګه له کرونا ویروس سره د مقابلې په برخه کې هم د مذهب او سیاست ګډول او تر هغې هم لا زیات دا چې له مذهب سره د سیاسي پریکړو توجیه کول، یوه معضله ده.

نوموړی زیاتوي چې د کرونا ویروس تر ټولو دمخه ملتپاله مذهبي رژیمونه، د روغتیایي سیستم د اړتیاوو او د سیاسي او مذهبي بنسټپالو د غوښتنو ترمنځ ټکر سره مخامخ کوي.
اندریاس یاکوبس همدارنګه اشاره کوي چې د نړۍ په ټولو برخو او مذهبونو کې بانفوذه مذهبي مشرانو وښودله چې بامسئولیته ټولنیزې پریکړې هم ممکنې دي. هغه وویل په کاتولیک کلیساو کې مخالفينو او پلویانو په رغونکي ډول په مجازي شکل د مذهبي مراسمو په ترسره کولو موافقه وکړه او د کلیسا راهبانو له خپلو پیروانو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې دې عبادت وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلام په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د مسلمانانو مهم عبادتځای د زیارت کونکو پر مخ وتړل شو: «تعقل او اعتقاد د نړۍ په ټولو دینونو کې سره په تضاد کې نه دي.»

د یاکوبس د لیکنې په اساس د مسلمانانو د رمضان میاشت، د عیسویانو پاک اختر یا ایستر او د یهودانو پسح اختر (فطير) د راتلونکو مناسبتونو په ترڅ کې به څرګند شي چې آیا واکمنان د خپل حاکمیت پر اصولو دريږي او که څنګه؟ یا په بل عبارت خپل حاکمیت ساتلی شي او که نه؟

په ایران کې د یو شمیر مقلیدینو او د مذهبي زیارتونو او ځایونو د متولیانو د شدید مخالفت او مقاومت سربیره د کرونا ویروس د چټکې خپریدنې سره د مقابلې ضرورت په پام کې نیولو سره حکومت اړ شو چې د یوه بې ساري اقدام په ترځ کې په جمع سره د جماعت پر لمونځونو او زیارتونو ته پر ورتګ بندیز ولګوي.

خو سره له دې ټولو، ډیري په دې باور دي چې حکومت د قم مذهبي ښار، چې په ایران کې د کرونا ویروس د خپریدو منبع یا سرچينه بلل کیږي، په قرنطين کولو کې ځنډ وکړ او همدا اصلي دلیل دی چې د کووید- ۱۹ ناروغي د ایران ټولو ولایتونو ته ورسیده او د په زرګونو کسانو د اخته کیدو او مړينې سبب شو.

د ایران د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د مارچ میاشتې تر ۲۸ نیټې پورې په ایران کې ۳۵۴۰۸ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي او ۲۵۱۷ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه فهرست مطابق چې امریکایي پوهنتون جانز هاپکینز د هیوادونو له خوا د ورکړل شویو شمیرو په اساس وړاندې کوي، د شنبې ورځې تر ماښامه پورې د ټولې نړۍ په کچه ۶۵۰ زره تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي او تر ۳۰۰۰۰ ډیرو یي د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

Iran Coronavirus
په ایران کې د جوماتونو ترڅنګ د نور مذهبي زیاتونو ته له ورتګ څخه هم منع شوي انځور: TASNIM