د کانکور آزمويني پايلي اعلان سوې
۱۳۹۳ فروردین ۱۹, سهشنبهله بلخ ولایت څخه شهره د عبدالواحد لور د ۳۵۲.۶۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور اول نمره شوې ده او د کابل طب پوهنتون ته کامیابه شوې ده.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل چې د ښوونځیو ۵۵ زره فارغان د لوړو زده کړو موسسو او ۵۵ زره بیا د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته کامیاب شوي دي.
د دې وزارت په خبره ۲۵ زره نور فارغان به په خصوصي پوهتونونو کې جذب شي. د کانکور د داوطلبانو له ډلي څخه د لوړو زده کړو په موسسو کې د لږ شمیر جذبیدل تل په افغانستان کې تر نیوکو لاندي راغلي دي.
د کانکور سږنۍ آزمویني یو شمیر جدي ستونزي هم لرلې. په هرات ولایت کې یوه ورځ مخکې له دې چې د کانکور آزمونیه واخیستل شي، د سوالونو ځوابونه د زده کوونکو لاس ته ورغلي ول. له همدې کبله بیا په هرات کې د کانکور آزموینه لغو شوه.
په عین حال کې په لوگر ولایت کې بیا د متنفذانو د مداخلې له کبله ټولي پاڼي په اوبو کې اچول شوي وې. د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ویلي ول چې د لوگر ولایت درغلۍ باید کابل ته نه وايي لیږدول شوي، ځکه په ولایت کې د کانکور د آزمویني پر مهال د درغلیو کچه ډیره لوړه وه.
له بلي خوا بیا سږ کال د کانکور تر ۱۰۰ زرو ډیر داوطلبان ناکامه شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې سږ کال څوک «بې نتیجه» نه دي او هغو زده کوونکو چې تر۵۰ لږ نمري وړي دي ناکامه شوي دي.