1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير په پاکستان کې د افغانستان په اړه خبرې کوي

۱۳۸۵ دی ۱۹, سه‌شنبه

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير نن په پاکستان کې دی تر څو له پاکستاني چارواکو سره د گاونډي هېواد افغانستان او د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه وغږيږي. پيتر مک کی د دوشنبې په ماښام له افغانستان څخه نوموړي هېواد ته سفر ته وکړ.

https://p.dw.com/p/DKBF
کاناډا په افغانستان کې لږ تر لږه 44 سرتېري د لاسه ورکړي دي
کاناډا په افغانستان کې لږ تر لږه 44 سرتېري د لاسه ورکړي ديانځور: AP
کاناډا په افغانستان کې له دوه زرو څخه زيات عسکر لري چې د سولې ساتنې او د طالبانو په وړاندې د مبارزې دنده په غاړه لري. له 2002 م کال راهيسته چې د کاناډا ځواکونو خپل ماموريت پيل کړی دی دوی لږ تر لږه 44 سرتېري د لاسه ورکړي دي. پاکستاني چارواکو وويل دوی د کاناډا ملاتړ غواړي تر څو هغه پلانونه پلي کړي چې په کې د افغانستان پولې ته د ماينونو ښخول او د کټارو لگول په نظر کې نيول شوي دي. پاکستان غواړي د دې لارې د طالبانو او القاعده ډلو د جنگياليو د اوښتو راوښتو مخه ونيسي. له مک کی سره په خبرو کې به د يو پاکستاني چارواکي د څرگندونو له مخې چې د خپل نوم له اخېستلو څخه يې ډډه کوله، هغه لاملونه راپه گوته شي چې دې »ديوال ته ولې اړتيا ده او کوم نور گامونه بايد پورته شي تر څو دغه اوږده پوله وساتل شي.«
ټاکل شوې وه چې مک کی به له خپل پاکستاني سيال خورشيد قصوري او لومړي وزير شوکت عزيز سره وگوري. هغه هم له پاکستاني هېوادمشر جنرال پرويز مشرف سره خبرو ته لېوالتيا ښکاره کړه.