1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

د کابل په چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنه ټپیان شوي

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

د شنبې ورځې په سهار د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه چاودنه شوې ده. دا په کابل کې په تېره یوه اونۍ کې دریمه چاودنه ده.

https://p.dw.com/p/4HvTq
دغه انځور په کابل کې د یوې بلې چاودنې دی چې د دویچه ویله د انټرپاڼې له آرشیف څخه اخیستل شوی
دغه انځور په کابل کې د یوې بلې چاودنې دی چې د دویچه ویله د انټرپاڼې له آرشیف څخه اخیستل شویانځور: AFP

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د دیوان بیګي په سیمه کې چاودنه تائیده کړې ده. د ځدراڼ په خبره دا په یوه کلدان کې ځای پرځای شوی ماین و چې یو مسافر وړونکی کاستر په کې په نښه شوی دی.

طالبان وايي چې د لوموړنیو معلوماتو په اساس په دې پښه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي، خو تر اوسه پورې د دې چاودنې د تلفاتو دقیق شمیر نه دی روښانه شوی. تر اوسه پورې هیڅ کوم کس یا ډلې د دې پيښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اوړند: کابل کې پر يوه ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

په یوه اونۍ کې دا دریمه چاودنه ده چې په کابل کې رامنځته کیږي. د تیرې اونۍ په لومړیو کې د کابل په لویدیځ کې د کاج په نامه پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګي برید کې د ۴۹ ښځینه زده کوونکو په ګډون ۵۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۰ نور ټپیان شول. دې پيښې په هیواد کې دننه او بهر د خلکو غوسه را پارولې ده.