1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پر هوايي ډګر راکټونه توغول شوي دي

۱۴۰۰ شهریور ۸, دوشنبه

د کابل پر هوايي ډګر د دوشنبې ورځې په سهار راکټونه توغول شوي دي. دغه راکټونه پر داسې ځای فیر شوي چې هلته امريکايي ځواکونه له افغانستانه د خپلو ځواکونو او خلکو د ایستلو ماموريت د بشپړولو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/3zf6C
Afghanistan Kabul | Zerstörtes Auto nach Rekatenangriff
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

رويټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي پنځه د کابل پر هوايي ډګر توغندي توغول شوي دي.

دغه آژانس د افغان رسنيو په حواله زیاتوي چې توغندي لخ يوه موټر څخه توغول شوي دي. زیاته شوي چې ګڼ توغندي د کابل ښار په مختلفو سیمو کې لګيدلي دي.

دغه توغندي داسې مهال فیر شوي چې په افغانستان کې میشت وروستي امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته چمتووالی نيسي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو وروستۍ نيټه د اګست ۳۱مه اعلان کړې.

د کابل پر هوايي ډګر دغه راکټونه داسې مهال فیر کيږي چې د امریکا او د هغوی د متحدینو قواوې د داعش تروريستي ډلې تر ګواښ لاندې دي.

داعش ډلې تیره اوونۍ د کابل هوايي ډګر ته څیرمه د خلکو او امریکايي عسکرو په منځ کې یوه ځانمرګي برید ترسره کړ. رپوټونه وايي چې په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتيري او له سلو ډير افغانان وژل شوي دي.

Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
د اګست له ۱۵مې تر اوسه شاوخوا ۱۲۰ زره کسان د کابل له هوايي ډګر څخه بهر ته وتلي دي انځور: Yonhap/picture alliance

د دوشنبې د ورځې د توغندیو برید د جو بایدن، د تیرې اوونۍ د خبرداري په ادامه فیر شوي دي. هغه د تیرې اوونۍ په پای کې د کابل پر هوايي ډګر د نورو تروریستي بریدونو د ترسره کیدو خبرداری ورکړی وو.

د طالبانو له خوا د اګست په پنځلسمه د کابل تر نیول کیدو وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د دوی د افغان همکارانو او د هغو افرادو چې له طالبانو څخه ویره لري، د وتلو لړۍ پيل شوه. فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له کابل څخه بهر ته خلکو د ایستلو د پروازونو لړۍ به د سه شنبې په ورځ رسما پای ته ورسیږي. زياته شوې چې په دغې موده کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان د کابل له هوايي ډګر څخه بهر ته انتقال شوي دي.

خو اوس مهال امریکايي ځواکونو خپل نهايي تمرکز په دې راټول کړی تر څو تر وروستۍ نيټې پورې دوی په خپله او امریکايي ديپلوماتان په ډاډمنه توګه له افغانستان څخه وباسي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.