1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې ۷ افغانان وژل شوي

۱۴۰۰ مرداد ۳۱, یکشنبه

د کابل هوايي ډګر ته نژدې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ۷ افغانان وژل شوي دي. دغه خبر د اسوشتید پریس خبري آژانس د بریتانيا د پوځ په حواله نن یکشنبه د اګست ۲۲ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3zLEu
Afghanistan I Evakuierung am Flughafen Hamid Karzai
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د بریتانیا پوځ د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې «په سیمه کې وضعيت لا هم په نهایت ترینګلی حالت کې دی، خو موږ ټول خپلې هڅې کوو تر څو وضعیت د امکان تر حده ډاډمن او امن کړو.»

 د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیولو وروسته په زرونو افغانان په دې هڅه کې دي چې ځانونه له دغه هیواد څخه وباسي. په همدې مقصد د کابل هوايي ډګر ته څيرمه په زرونو افغانان راټول شوي چې د انتقال پروسه يې له ننګونو سره مخ کړې ده.

طالبانو تیره اوونۍ د خپلو چټکو پرمختګونو وروسته پلازمینه کابل هم ونیوه او له هغې راهيسې د کابل هوايي ډګر په د پام وړ یوه مهمه نقطه باندې بدل شوی دی. د تیرې يوې اوونۍ په جریان کې د آلمان او امریکا متحده ایالاتو په ګډون مختلفو هیوادونو په سلونو افغانان له افغانستان څخه راوښکلي دي او د انتقال پروسه لا هم ادامه لري.

په انتقال شوو کسانو کې بهرني اتباع او د دوی افغان همکاران شامل دي چې د طالبانو د احتمالي ګواښونو له کبله له هیواده وځي.

په وروستيو تیرو ورځو کې هم په دغه میدان کې د خلکو د ګڼې ګونې او بې نظمۍ په نتیجه کې د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.