1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هوايي ډګر د پروازونو له پاره بیرته آماده شو

۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه

په کابل کې د قطر سفارت ويلي دي چې یو تخنیکي ټیم یې توانيدلی، د کابل نړیوال هوايي ډګر بيرته پروازونو ته اماده کړي. رويټرز خبري آژانس د الجزيره ټلویزون په حواله لیکلي چې دې کار سره به کابل ته مرستې ورسیږي.

https://p.dw.com/p/3zuqV
Afghanistan Kam Air
د کابل هوايي ډګر - د آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa/S. Sabawoon

رويټرز ليکي چې د قطر سفير الجزيرې شبکې ته ویلي دي چې په افغانستان کې د چارواکو په همکارۍ د کابل د هوايي ډګر رن وې له سره ترميم شوې او داخلي پروازونه بيرته پيل شوي دي. الجزيرې چینل زیاته کړې ده چې د کابل د هوايي میدان څخه مزارشریف او کندهار ښارونو ته پروازونه ترسره شوي دي.

د کابل هوايي ډګر د امریکا او د هغوی د متحدانو له خوا د خپلو اتباعو او د هغوی افغان همکارانو د ایستلو بهیر په ختمیدو سره تړل شوی وو. د کابل څخه د افرادو د ایستلو بهیر د اګست په ۱۵مه پیل او د همدې میاشت په آخر کې پای ته ورسيد. دې سره په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه هم د اګست په ۳۱مه د هغوی د ورستیو عسکرو په وتلو سره پای ته ورسیده.

In Pictures: The Kabul evacuation mission
لا هم په زرونو افغانان پاتې دي چې غواړی بهر ته ولاړ شي - آرشیفانځور: Twitter/DAVID_MARTINON/Reuters

د افرادو د ایستلو په پروسه کې په لسونو زره خلک له افغانستان څخه ووتل. دغه بهیر د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته پیل شو. لا هم په زرونو نور کسان په افغانستان کې پاتې دي چې غواړي د دغه هیواده ووځي. طالبانو ژمنه کړې چې د دغو افرادو په ډاډمنه توګه وتلو کې همکاري کوي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير، شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د بهرنيو چارو وزير دامنیک راب سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وویل چې د خليج دغه هیواد د طالبانو سره خبرې کړي تر څو د ترکيې په تخنیکی همکارۍ سره د کابل هوايي ډګر بیرته پروازونو ته تیار شي.

المان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې غواړي د افغانستان څخه د ايستلو پاتې پروسې ته ادامه ورکړي. د جرمني خارجه وزير، هایکو ماس په همدې موخه تیره اوونۍ پنځو هیوادونو؛ ترکيه، قطر، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان ته سفرونه درلودل. ماس تر هغه وروسته په مشروط ډول وویل چې په کابل کې د آلمان سفارت بیا پرانیستل کیدای شي.