1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د کابل لويديځ‌ کې چاودنه شوې ده

۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په حواله د کابل په پغمان ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده. د دغو معلوماتو له مخې دوو تنو امنيتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور تنه ژوبل دي.

https://p.dw.com/p/3lE8g
Afghanistan Symbolbild Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Safi

دغه چاودنه نن سهار وختي رامنځ ته شوې ده چې په هکله يې نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. د بي بي‌ سي په حواله په دغه سيمه کې د افغانستان د ملي پوځ يو واحد قرار لري چې په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شوو انځورونو له مخې يې يوې پوستې ته صدمه رسېدلې ده.

داسې ښايي چې د بريد هدف په دغه سيمه کې پرته د پوځيانو داسې يوه پوسته اوسېدلې وي.

BBC/MoI/ن ص/س ر