1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل د چاودنې د قربانیانو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۷ دی ۲۴, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د دوشنبي ماښام د برید په پایله کې څلور تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۱۳ تنه نور ټپیان دي. چاودنه د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوې وه چیرته چې یو شمیر بهرني شرکتونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/3BX9r
Afghanistan Autobombe in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

افغان چارواکي وايي چې په پلازمینه کابل کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۱۱۳ تنه نور بیا ټپیان دي. د آلمان خبري آژانس د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد له قوله لیکلي دي چې په ۱۱۳ ټپیانو کې ۲۵ ماشومان دي او په خبره یي زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۱۵مه) ویلي دي چې «د چاودنې د شدت له کبله د هستوګنې په لسګونو کورونه زیانمن شوي دي.»

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید الله مایار، هم ویلي دي چې د دوشنبې په ماښام په کابل کې د چاودنې په پایله کې ۱۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د دوشنبې په ماښام د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ویلي وو چې د لارۍ په واسطه شوی دغه بمي برید د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوی دی. دانش د چاودنې د تر سره کیدو وروسته ویلي ول چې د چاودنې په پایله کې څلور تنه وژل شوي او د ۱۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۴ تنه نور بیا ټپیان دي.

چاودنه د ګرین ویلیج په نامه سیمې ته نزدې شوې ده. په دغه سیمه کې ګڼ شمیر نړیوال شرکتونه او خیریه سازمانونه موجود دي. 

د طالبانو ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.