1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ښځینه ریفري - ایران ته د بُندس لیگ د یوې لوبې خپرول بند سول

۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبه

د ايران دولتي تلويزيون د آلمان بُندس ليګ فټبال سيالۍ د ښځينه ريفري د شتون له کبله نه ښيي. دغه اسلامي هيواد په نازکو جامو، لکه د فوتبال لنډو جامو کي د مېرمنو انځورونه سانسوروي. تاسو پر دغه موضوع څه نظر لرئ؟

https://p.dw.com/p/3DZm9
Fußball FC Schalke 04 v 1. FSV Mainz 05 - 1. Bundesliga Schiedsrichterin Bibiana Steinhaus
انځور: Imago/Eibner/Schueler

د بُندس ليګ فټبال سيالۍ چي د آلمان د فټبال کلبونو تر منځ هر کال تر سره کيږي نه يوازي په آلمان کي بلکه د نړۍ په زياتو هيوادونو کي مينه وال لري. دغه سيالۍ د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د تلويزيونونو له لاري خپريږي. په دې ترڅ کي د ايران دولتي تلويزيون (IRIB) هم دغه سيالۍ خپروي. خو د بُندس ليګ هغه لوبه چي د بايرن ميونشن او اوگسبورګ کلبونو تر منځ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۱۵مه) تر سره سوه، د ايران په ياد تلويزيونه کي نه سوه خپره. آلماني رسنيو د ايراني رسنيو په حواله خبر ورکړ چي د دغې لوبي د نه خپرېدو لامل په دغه لوبه کي د ښځينه رېفري بيبيانه شتاين هاوس (انځور) شتون ؤ.

د راپورونو له مخي د يادې لوبي خپرېدنه له دې کبله د ايران په تلويزيون کي لغوه سوه، چي په دغه اسلامي هيواد کي هغه انځورونه سانسوريږي چي پکښي مېرمنې په داسو نازکو جامو کي معلوميږي چي د بدن پوستکي لويه برخه يې ښيي لکه د فټبال جامې.

د آلمان د اې آر دي رسنۍ د ايران خبريالې نتالي اميري پر تويتر پاڼه ليکلي چي په ايراني تلويزيون کي د يادې فټبال لوبي خپرول په وروستيو دقيقو کي لغوه کړل سوې ده. هغې پوښتنه کړې چي «د دې مسؤل څوک دی؟» بيا يې پخپله په جواب کي ليکلي: «طبعا، دا بيا يوه بي بي وه...»

په لوړه اندازه سانسور

په ايران کي هغه فلمونه چي مېرمني په داسو جامو کي ښيي چي د بدن پوستکی يې معلوميږي سانسوريږي. د رسنيو په راپور کي راغلي چي البته د فټبال په لوبه کي د يوې ښځينه رېفري انځور په پرله پسې توګه په روانه لوبه کي سانسورول يا پټول ناممکنه وه او له همدې کبله د دغې لوبي خپرېدونه لغوه کړل سوه.

خو د تېر مېلادي کال په می مياشت کي د ايران تلويزيون د بُندس ليګ يوه بله لوبه چي د می په مياشت کي تر سره سوې وه او پکښي همدغه ښځينه رېفري بيبيانه شتاين هاوس برخه اخيستې وه، په داسي توګه خپره کړې وه چي کله چي به کيمره شتاين هاوس ته برابره سوه نو به يې بل انځور ښوده او په دې توګه به يې انځور سانسور کړ.

شتاين هاوس لومړنۍ رېفري مېرمنه ده چي د المان د نارينه ؤ په فټبال لوبو کي د رېفريتوب اجازه يې تر لاسه کړه. دغې ۳۹ کلنې مېرمني په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کي د بُندس ليګ يوه لوبه د رېفري په توګه بدرګه کړه.

شتاين هاوس په ۲۰۱۸ کال د آلمان تر ټولو غوره رېفري وبلل سوه.