د ښرني جګړه د لسو تنو تر وژل کیدو وروسته ختمه شوه
۱۳۹۰ دی ۲۰, سهشنبهد دغو درو برید کوونکو په ډله کي دوو کسانو اتوماتیکې وسلې او ځانمرګي واسکټونه درلودل. هغوی د پکتیکا ولایت په مرکز، ښرنه کي د مخابراتو او تکنالوژۍ ریاست تر برید لاندي ونیوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ خبر پاڼې په حواله د برید کوونکو له ډلې څخه دوو کسانو ئې د دولتي ودانۍ په وړاندي خپل ځانونه وچاودل او دریم ئې د پولیسو لخوا په جګړه کي ووژل شو.
په خبرپاڼه کي راغلي دي چي په پیښه کي درې پولیس او څلور د دولت ملکي کارکوونکي هم وژل شوي دي. تر دې مخکي افغان حکومت ویلي وو چي په برید کي څلور یاغیان ونډه لري. طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. افغان چارواکي وایي چي په پیښه کي دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.
په همدې حال کې د سې شنبې په ورځ د جلال آباد په ښار کې د دوو بمونو د چاودني له کبله څلور کسان ټپیان شول. د ننګرهار د ولایت ویاند وویل چي لومړۍ چاودنه د جلال آباد په ښار کي په یوه دوکان کي رامنځ ته شوه. هغه زیاته کړه کله چي خلک د پیښې سیمې ته نزدي شول نو دوهمه چاودنه وشوه. د هغه په خبره د پیښې د ټپیانو په ډله کي دوه پولیس هم شامل دي.
دا په داسې حال کي ده چي افغان امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د افغانستان په شمال کي ئې د بهرنیو ځواکونو سره په یو لړ ګډو پوځي عملیاتو کي لس طالب جنګیالي وژلي دي.
دغه عملیات د ناټو د ځواکونو لخوا هم تایید شوي دي. ناټو په دغو عملیاتو کي د اوو یاغیانو د وژلو او د ۳۰ نورو د نیولو خبر ورکړی دئ. د ناټو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د عملیاتو په ترڅ یو شمیر وسلې او چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیامل