1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهډنمارک

د ډنمارک پر لومړۍ وزیرې برید شوی دی

۱۴۰۳ خرداد ۱۹, شنبه

یوه سړي د ډنمارک لومړۍ وزیره میته فریدریکسن وهلې ده. د اروپا تر پارلماني ټاکنو مخکې، دې ته ورته بریدونه پر نورو اروپايي سیاستوالو هم شوي دي.

https://p.dw.com/p/4gobG
Mette Frederiksen
د ډنمارک لومړۍ وزیره میته فریدریکسنانځور: Sergei Grits/AP/dpa/picture alliance

د ډنمارک د پولیسو ادارې تائیده کړې ده چې د کوپنهاګن په ښار کې یې یو کس د دغه هیواد پر لومړۍ وزیرې میته فریدریکسن د برید په تړاو نیولی دی.

میته فریدریکسن چې د ۴۱ کلنۍ په عمر کې د لومړي وزارت مقام ته رسیدلې ده، د ډنمارک په تاریخ کې تر ټولو کم عمره او دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.

د ډنمارک د لومړۍ وزيرې دفتر په هغه اعلامیه کې چې د فرانسې خبري آژانس ته هم رسیدلې ده ویلي دي: «د ډنمارک لومړۍ وزیره میته فریدریکسن د جمعې په ورځ د کوپنهاګن په کولتورت سیمه کې د یوه سړي له خوا وهل او ډبول شوې ده. دغه کس بیا وروسته ونیول شو.» 

د لومړۍ وزیرې دفتر زیاته کړې ده چې «دغې پيښې دا په شوک کې اچولې ده.»

د کوپنهاګن پولیسو د یوه کس نیول کیدل تائید کړ

د کوپنهاګن پولیسو پر لومړۍ وزیرې برید تائید کړی، خو نور جزویات یې نه دي ورکړي. د پولیسو ادارې په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «په دې قضیه کې مو یو کس نیولی دی چې اوس تر پوښتنو او ګرویږدنو لاندې دی. سمدلاسه په دې اړه نور د څه ویلو له پاره نه لرو.»

د دې برید د څرنګوالي په اړه او یا دا چې میرمن فریدریکسن ټپي شوې ده او که څنګه، معلومات نه ول ورکړل شوي. خو د شنبي په ورځ د لومړۍ وزيرې د دفتر وويل چې لومړې وزيرې دمگړی په بعضو غونډو کې پلان شوی خپل گډون لغوه کړی دی. په دغه اعلاميه کې وجه «گږل کېدنې واړه زخمونه» ياد شوي دي.هغه ټپونه چې په بريد کې لومړۍ وزيرې ته پيش شوي دي. ياد برید د اروپا له پارلماني ټاکنو یوازې دوه ورځې مخکې صورت نیولی دی.

مخ پر ډیریدونکي پيښې

په دې وروستیو ورځو کې دې ته ورته بریدونه پر اروپایي سیاستوالو شوي دي. د المان پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل: یو کس چې [چاقو ته ورته غوڅونکې وسیله] یې درلوده، د منهایم په ښار کې «د المان له پاره بدیل» AFD ګوند پر یوه سیاستوال برید کړی دی.

دغه پيښه، همدا د منهایم په ښار کې پر د «پکس اروپا» په نوم اسلام ضد اجتماع د یوه ۲۵ کلن کس تر برید وروسته رامنځته شوې ده. په دې پيښه کې د یوه تن پولیس پر وژل کیدو سربیره پنځه تنه نور ټپیان شوي ول.

د دغه ۲۹ کلن پولیس تر مړينې چې په لوړي سر کې ټپي شوی وو او وروسته یې بیا سا ورکړه، المان ته ټکان ورکړ.

د سلواکیا لومړی وزیر رابرت فیکو هم تیره میاشت په یوه برید کې ټپي شوی وو او اوس مخ پر ښه کیدو دی.

تیره میاشت د سوسیال دیموکراتانو د منځلارې چپیانو له ګوند څخه د اروپا پارلمان ته نوماند ماتیاس ایکه، هم تر برید لاندې راغلې وو چې د هډوکي د ماتیدو سبب یې شو او د سترګې په برخه کې ټپي شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

هغه افغان خبریاله چې د اروپا پارلمان ته يې ځان کانديد کړی