1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د چینایي مسافرو د کرونا ټیست غوښتنه

۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

په چین کي د کرونا ویروس نوي څپې ته په کتو سره د اروپا اتحادیې د کارپوهانو ټیم په ټینګار سره د چینایي مسافرو د کرونا ټیست مشوره ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4Lm08
Mehr Länder führen Corona-Testpflicht für Reisende aus China ein
انځور: Alessandra Tarantino/AP Photo/picture alliance

لکه څنګه چي د سویډن په مشرتابه د اروپا اتحادیې ریاست اعلان کړی دی، مسلکي کسانو د بحرانونو په مقابل کي د سیاسي طرزالعمل آژانس-IPCR د یوه ملاقات پر وخت د چین څخه د مسافرو او په راغلو طیارو کي د فاضله موادو د امتحاني ټیستونو مشوره ورکړې ده.

سربیره پردې د دغه آژانس ساینس پوهانو پیشنهاد کړی دی چي چین ته تلونکي او راتلونکي مسافر دي ماسکونه هم واغوندي. 

فرانسې، ایټالیا او هسپانیا وختي لا اعلان کړی دی وو چي د چین څخه راتلونکو مسافر باید د کرونا منفي ټیست ښکاره کړي.