1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د چین د روغتیايي مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسیده

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د چین له لوري‌ له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسیده. په دغو مرستو کې د کرونا ویروس د معاینې ۱۰ زره کیتونه او نور وسایل شامل دي.

https://p.dw.com/p/3aLSk
Gesundheitshilfe aus China für Afghanistan
انځور: Pressestelle des Zweiten Vizepräsidenten Afghanistans

له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د چین هیواد د روغتیايي‌ مرستو لومړۍ جوپه د کابل هوايي ډګر ته ورسیدله.‌ د مرستو دغه بستې د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش او د عامې روغتیاو اړوندو چارواکو ته وسپارل شول.‌

په دغو روغتیايي مرستو کې د کرونا ویروس د تشخیص ۱۰ زره کیتونه یا آلې، د مصنوعي نفس دوې آلې،‌ د اکسیجن دوې آلې،‌ ۱۰۰ زره عادي ماسکونه، ۶۰ زره ان ۹۵ ماسکونه او سلګونه نور روغتیايي مواد او وسایل شامل دي.‌

د أفغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت،‌ د چین د مرستو په تړاو دویچه ویله ته وویل چې د چین دغه راز مرستې ادامه لري او دا چې د مرستي دوهمه جوپه به په نیږدې راتلونکې کې افغانستان ته وسپارل شي.‌

د چین روغتیايي متخصصین خپلې تجربې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره هم د ویډیو کنفرانسونو له لارې شریکوي.‌ د چین له لوري له افغانستان سره دغه مرستې داسې مهال ترسره کیږي‌ چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره د کرونا ویروس مثبتې پیښې مخ پر زیاتیدو دي.‌

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي‌ دي چې په هیواد کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس د ۴۳ تازه پیښو په ثبتیدو سره په ټول هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ۲۳۹ ته رسیدلي دي.‌

د عامې روغتیا د وزارت په حواله د تازه مثبتو پیښو په ډله کې ۴۱ يې په هرات او ۲ نورې پیښې یې په کابل کې ثبت شوي دي.‌

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې له دغو تازه مثبتو پیښو څخه هیڅ یو یې هم ایران ته د سفر سابقه نه درلوده او دا چې دوی په هیواد دننه په دې ویروس اخته شوي دي.‌

دلته د کرونا ويروس موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!