1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چک د مهاجرو پر وړاندې د سخت قانون غوښتونکی شو

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

د چک جمهوريت لومړی وزير د اروپا په کچه د مهاجرو او کډوالو پر وړاندې د يو سخت سياست غوښتونکی شوی. هغه ټينګار کړی چې د مهاجرو پر مخ دې سرحدونه وتړل شي.

https://p.dw.com/p/33PrN
Tschechien Minsterpräsident Andrej Babis
انځور: Imago/CTK Photo

د چک لومړی وزير آندره بابيش، وايي چې اروپايي اتحاديه بايد مهاجرو ته دا ډول يو پيغام واستوي: «خپلو کورنو کې پاتې شئ او موږ به له تاسو سره په هماغه ځای کې مرسته وکړو.»

بابيش چې په چک جمهوريت کې دویم ستر شتمن او د ښي اړخي عوامپاله ګوند «آ ان او» (ANO) بنسټ ايښودونکی دی، پر دې ټينګار کړی چې اروپايي اتحاديه بايد د مهاجرو پر وړاندې يو سخت او محدود سياست غوره کړي.

هغه په دې اړه وویل: «تر ټولو مهمه دا ده چې موږ بايد په لومړي سر کې يو پيغام واستوو چې نور د اروپا لاره بنده شوې او وروسته له دې هيڅ څوک نه شي کولای دلته راشي.»

د چک جمهوريت له ۲۰۱۵م کال راهيسې د اروپايي اتحاديې له خوا پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش پروګرام سره هم په کلکه مخالفت کوي. له چک سره په دې برخه کې پولند، هنګري او سلواکيا همغږدي دي.

د چک لومړي وزير د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل چې مهاجرو او کډوالو ته د اروپايي ټولنې پيغام بايد «روښانه» وي. بابيش زياته کړه: «که ما وويل چې موږ نه شو کولای هيڅ غيرقانوني مهاجر ومنو، دا هغه څه دی چې پيښيږي.»آیا د چک جمهوريت د اسلام او مهاجرو ضد ولسمشر به بيا هم ګټونکی شي؟

د اندري بابيش د اقليت حکومت، د روان کال له جون مياشتې راهيسې په چک جمهوريت کې واک ترلاسه کړی دی. بابيش يو ملياردر او د سلواکيا دی. د چک قضاييه قوه او د اروپايي اتحاديې د تقلب ضد ادارې چارواکي اوس د اندري بابيش په اړه پر څيړنو بوخت دي. ويل کيږي چې بابيش د اروپايي ټولنې پيسې په غيرقانوني توګه خپلو شخصي شرکتونو ته استولي دي.

خو بابيش د دغې رسوايۍ سره سره، اوس هم په خلکو کې محبوب پاېې شوی دی. په خلکو کې د هغه د محبوبيت لامل نه يوازې د هغه د مهاجرت ضد سياست پورې خلاصه کيږي، بلکه د «فاسدو مشرانو» پر وړاندې د هغه مبارزې هم په دې برخه کې نقش لري.

dpa/aj-af/ mks

له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: