1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين پر سرحد نښته کې درې هندي عسکر وژل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

له چين سره پر سرحد د یوې نښتې په ترڅ کې درې هندي عسکر وژل شوي دي. د چين او هند ترمنځ پر پوله له تیرو څو اوونيو راهيسې ترنگلتيا موجوده ده او دواړه اړخونو هلته خپل په زرونو اضافي عسکر ځای پر ځای کړي دي.

https://p.dw.com/p/3drBc
Indische Soldaten
انځور: picture-alliance/AA/F. Khan

دا په دې تیرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د هند او چين ترمنځ پر پوله نښته رامنځته شوې او عسکر پکې وژل شوي دي. د هند د پوځ يوه وياند وويل: «تیره شپه په يوه خونړۍ نښته کې دا مړينه شوې ده. د هند د پوځ يو افسر او دوه عسکر وژل شوي دي.»

بل لوري ته چين پر هند تور لگولی چې هندي عسکرو له سرحده په اوښتو سره چينايي عسکرو بريد کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژاو لي ژان وويل: «هندي عسکر د دوشنبې په ورځ دوه وارې له سرحده را واوښتل، پر چينايي عسکرو یې بريدونه وکړل چې د پارونې په پایلې کې سخته نښته وشوه.»

هند ادعا کړې چې په دې نښته کې چينايي عسکر هم وژل شوي دي خو د چين حکومت تر اوسه دا خبره نه دی تائيد کړی.

پخوانۍ شخړه

د هند او چين اتومي ځواکونه له څو کالونو راهيسې د سرحد پر سر شخړه کې ښکيل دي. د هند په لیرې پرتو سيمو کې سرحدي کرښو ته چې په هند کې د بريتانيا د واکمنۍ پر مهال کښل شوې وې، دواړه اړخونه په بيل بیل نظر گوري. چين د اکسایی چن په نامه غرنۍ سيمه چې د تبت او کشمير ترمنځ پرته ده، د شلمې میلادي پيړۍ په نيمايي کې د کشمير د جگړې په ورځو کې نيولې وه. په ۱۹۶۲م کال کې چين په سيمه کې يوه لنډه جگړه گټلې وه.

Infografik Umstrittener Grenzverlauf zwischen China und Indien EN

په دې تیرو کالونو کې په سرحدي سيمو کې ترنگلتيا زياته شوې ده. په دې وروستیو کې د هند په سيکیم ایالت کې د هندي او چينايي عسکرو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوی وو. د اخ و ډب په ترڅ کې هندي او چينايي عسکر ټپيان شوي ول. تر دې وروسته په می میاشت دواړو هېوادونو پر شريکه پوله اضافي عسکر مېشت کړل.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځگړيتوب وړاندیز کړی وو. خو هند د ترمپ دغه وړاندیز رد کړی وو. له امريکا سره ترنگلتياو ته په کتو سره دغه وړاندیز د چين له پاره هم د منلو نه وو.

bs/nz (AFP, AP)