1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين، روسيې او مرکزي اسيا مشرانو امنيتي غونډه رابللې

۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د چین ولسمشر، د روسیې ولسمشر ولاديمیر او د هندوستان او مرکزي آسیا هیوادونو مشران په ازبکستان کې د شانګهای د همکاريو سازمان په امنيتي غونډه کې سره راټوليږي. دغه غونډه د روسیې له پاره چې په انزوا کې ده، ډېر ارزښت لري.

https://p.dw.com/p/4Gsep
د قزاقستان ولسمشر خپل چینایي سیال ته په هوایي ډګر کې هرکلی وایي
د قزاقستان ولسمشر خپل چینایي سیال ته په هوایي ډګر کې هرکلی وایيانځور: Press service of the President of Kazakhstan/Handout/REUTERS

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د هندوستان او همدا راز د مرکزي آسیا د هیوادونو مشران نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۵) په ازبکستان کې سره راټولیږي تر څو د شانګهای په نامه په امنیتي ناسته کې ګډون وکړي. دغه غونډه د مسکو او بیجینګ له لوري جوړه شوې ترڅو په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو له نفوذ سره مبارزه وکړي.

د اتو هیوادونو د مشرانو دغه مهمه امنیتي غونډه داسې مهال را بلل کیږي چې روسیه اوسمهال د اوکراین د جګړې له کبله په انزوا کې ده. په ورته وخت کې له واشنګټن، اروپا، جاپان او هندوستان سره د بیجینګ اړیکې هم د تکنالوژۍ، امنیتي او ارضي تمامیت له کبله ترینګلې شوي دي.

د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې جوړیدونکې دغه امنیتي غونډه تر کرونا وبا وروسته د چین د ولسمشر له پاره لومړی بهرنی سفر دی ترڅو یوځل بیا په سیمه ایزو موضوعاتو کې د چین نقش غښتلی کړي.

د چین د رسمي خبري آژانس شینهاو خبري آژانس په حواله، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف د سمرقند په هوايي ډګر کې د چین د ولسمشر شي جینګ پینګ هرکلی کړی. د آژانس په حواله، د هرکلي په مراسمو کې موسیقي غږول شوې او د چین د ولسمشر تود هرکلی شوی دی.

په عین وخت کې د روسیې د ولسمشر د بهرنیو چارو د سلاکار په خبره، ټاکل شوې چې پوتین او شي به دوه په دوه ملاقات ولري او په دې کتنه کې بې د اوکراین پر موضوع بحث او خبرې وشي. ټاکل شوې چې نن د پنجشنبې په ورځ به د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي هم ازبکستان ته ورسیږي. تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې د هند لومړی وزیر مودي به له خپل چینايي او روسي سیال سره هم ملاقات ولري او که نه.

طالبان: د نوي اقتصادي دهلیز رامنځته کولو موافقه په تاشکند کې لاسلیک شوه

دغه امنیتي غونډه داسې مهال رابلل کیږي چې په دې وروستیو کې د هندوستان او چین اړیکې په سرحدي سیمو کې د سرتیرو د نښتو له کبله ترینګلي شوي دي. ټاکل شوې چې په دې امنیتي غونډه کې به د قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان او تاجکستان استازي هم ګډون ولري. ایران او افغانستان په دې امنیتي غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون کوي.

چین په سیمه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې او تر ټولو ستره پروژه یې د یوې لارې یوه کمربند په نامه تر ټولو ستره اقتصادي پروژه ده چې پکې ګڼ شمیر سړکونه، هوايي ډګرونه او د ریل پټلۍ په شمول ګڼ شمیر اقتصادي پروژې شاملې دي.