1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د چين د میلیوني ښار اوهان انزوایي حالت پای ته ورسید

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

د چين په لوی مرکزي ښار اوهان کې وروسته له دوه میاشتني اضطراري حالت څخه وضعیت نورمال حالت ته راګرځیدلی دی. نن شنبه په دغه میلیوني ښار کې چې د کرونا ویروس د خپریدو سرچينه بلل کیږي، انزوایي حالت پای ته ورسید.

https://p.dw.com/p/3aA8y
China | Coronavirus | Rückkehr zur Normalität
انځور: Getty Images/AFP/H. Retmal

د چين د هوبي ایالت مرکز اوهان ته پر ورتګ بندیز ختم شوی دی، خو له دغه ښار څخه پر وتلو بندیز به بیا د اپریل میاشتې تر ۸ نیټې پورې باقي پاتې وي. د لنډې او اوږدې فاصلې د ریلونو تګ راتګ فعاله شوی ،بازارونه او مارکیټونه به په راتلونکي اونۍ کې پرانیستل شي.
د لومړي ځل له پاره یو وار بیا د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۸ نیټه) د لیري واټن څخه راتلونکي ریلونه اوهان ته ورسیدل. د دغو ریلونو ټکټونه مخکې له مخکې خرڅ شوي وو. د فرانسې خبري آژانس د خبریال په وینا د ښار په مرکزي ریل سټیشن کې خلک په اوږدو قطارونو کې ولاړ ول. له اکثرو مسافرو سره لوی لوی بکسونه وو چې غوښتل یې بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي.

یوه ۳۶ کلنه ښځه چې د جمعې په ورځ له خپلې لور سره بیرته اوهان ته ستنه شوې وه وویل چې د را رسیدو په وخت کې خپل د خوشحالۍ احساس نه شي بیانولی. نوموړۍ ښځې د فرانسې خبري آژانس ته وویل، لس اونۍ دا له خپل میړه څخه جلا وه: «کله چې ریل اوهان ته نږدې کیده زه او لور مې ډیر د وارخطایې په حالت کې وو. احساس مو کاوه چې ریل باید اوس له مخکې نه تیز حرکت وکړي او لور مې وویل چې د ریل چلونکی باید پوه شي چې مونږ په ریښتیا هم غواړو کور ته ورسیږو.»

دغه ښځه کیسه کوي: کله چې ریل ورسید پلار او لور یو د بل لور ته منډې کړې «او ما خپلې اوښکې نه شوې ټینګولې».
په تیرو ورځو کې په اوهان ښار کې بانکونه پرانیستل شوي وو او لینې بسونو هم تګ راتګ پيل کړی وو. خو پر خلکو باندې غږ شوی دی چې بی ضرورته دې سفرونه نه کوي. د پاخه عمر لرونکو ته ویل شوي چې د امکان تر حده دې له لیني موټرو څخه استفاده نه کوي. د سه شنبې په ورځ لا په هوبي ایالت کې تر ډیره حده بندیز لیري شوی وو.
خو د اوهان خلک اجازه نه لري چې د اپریل میاشتې تر ۸ نیټې پورې له خپل ښار څخه ووځي. په دې توګه به هوایي میدانونه هم د داخلي (په ایالت کې دننه) پروازونو له پاره پرانیستل شي. چارواکو نږدې ۶۰ ورځې هوبي ایالت له بهرنۍ نړۍ څخه جلا کړی وو.
د رسمي شمیرو له مخې په تیرو اونیو کې په دغه ایالت کې دننه د کرونا پر ویروس د نویو اخته کسانو شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
روغتیایي چارواکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ ۳ تنو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو چارواکو په وینا اوس هم ۲۵۰۰ تنه چې د کرونا ویروس له امله د سږو التهاب لري په روغتونونو کې تر درملنې لاندي دي، چې د ۹۰۰ تنو وضعیت یي د اندیښنې وړ دی.

د هوبي ایالت له روغتیايي کمیسیون څخه لیو دونګرو، د جمعې په ورځ وویل چې د «کم خطر» لرونکو سیمو په توګه د اوهان د یو شمیر برخو طبقه بندي کول په دې معنی نه ده چې دغه ویروس د پراخیدو د مخنوي په اړه اقدامات دې مراعات نه شي. لیو ټینګار وکړ: «د هیڅ مورد نه تائیدل په عین وخت کې د دې معنی نه لري چې هیڅ خطر نه دی موجود.»
د رسمي شمیرو له مخې په چين کې په مجموع کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو تر ۸۱۰۰۰ ډير موارد تائید شوي دي. د دوی لویه برخه په اوهان کې ده چې تر ۵۰۰۰۰ ډیر انسانان پر دې کرونا اخته دي. د ټول هیواد په کچه په چين کې شاوخوا ۳۳۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن

China | Coronavirus | Rückkehr zur Normalität
د چين د میلیوني ښار اوهان انزوایي حالت پای ته ورسید او خلکو خپل ورځنې عادي ژوند پیل کړیانځور: picture-alliance/Xinhua/S. Bohan