د څرخي پله د زندانیانو د اعتراض لاملونه څه دي؟
۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سهشنبهد څرخي پله يو شمير زندانيان چې د پرونه راهيسې یې په اعتصاب لاس پورې کړی وايي چې د ولسمشر د بخښنې فرمانونو په ترڅ کې یوازې هغه کسان خوشې کیږي چې واسطې او یا هم پیسې لري. د دغو معترضو زندانیانو شمېر نیږدې سلو کسانو ته رسیږي چې وايي هر یو یې له ۷ تر ۸ کلونو زندان تیر کړی، خو د ولسمشر د بخښنې فرمان پرې نه پلی کیږي.
یو بندي چې خپل نوم نه اخلي وايي:«زه څه کم شپږ کاله کیږي چې بندي یم، درې میاشتې مخکې د ولسمشر د عفوې فرمان پر بنسټ خوشې شوی هم یم، خو څوک مې نه خوشې کوي.»
د دغه زنداني پر وینا سره له دې چې د ولسمشر په فرمان کې خوشې شوی، خو مسؤلین ترې بیا هم د خوشې کېدو په بدل کې پیسې غواړي. په دغو زندانیانو کې ان ځینې یې ادعا لري چې د بند موده یې بشپړه کړې خو بیا هم نه خوشې کیږي.
په وینو مهر شوې عریضه
هاخوا د څرخي پله له زندانه د یوشمېر زندانیانو هغه "عرض پاڼه" دویچه ویله ته رسېدلې، چې د خپلو وینو په رنګ یې پرې ګوتې لګولي. دا هغه زندانیان دي چې په اعدام محکوم شوي خو له کلونو په زندان کې بې برخلیکه پراته دي. د منصور په نوم یوه زنداني دویچه ویله ته وویل:«شپږ کاله مخکې د اعدام په حکم محکوم شوی یم، خو په دې شپږو کلونو کې نه راباندې د اعدام حکم تطبیق شو او نه مي هم د زندان موده تعین شوه.»
دغو زندانیانو چې شمېر يې نیږدې پنځوسو ته رسیږي د څرخي پله زندان د پنځم بلاک د قوماندانۍ په نوم عریضه لیکلې، چې په یوه برخه کې یې راغلي. «مونږ هره ورځ دلته له روحي پلوه اعدامیږو، غواړو له دغه بې درملو درد څخه نجات ومومو یا مو اعدام کړی او یا هم د بند موده راته تعین کړی.»
د عارض شویو زندانیانو پر وینا چې ځینې یې ان له اتلسو کلونو د اعدام تر حکم لاندې د بند شپې او ورځې تیروي. دغو زندانیانو غوښتنه کړې چې د دوی په وینو رنګ شوې عریضه دې تر ولسمشره ورسول شي.
هڅه مو وکړه چې د زندانیاو دغو اعتراضونو او تورونو ته د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ځواب ترلاسه کړو، خو دې ادارې زمونږ مکررې اړیکې هم ځواب نه کړې.
هاخوا د ولسي جرګې یوي پلاوي د څرخي پله زندان څخه کتنې کړي او د دغه پلاوي غړي عبدالستار حسیني دویچه ویله سره په خبرو کې ومنله چې زندانیان په خورا ناوړه وضعیت کې دي. هغه وويل: «د څرخي پله زندان اکثریت مسؤلین له طالب زندانیانو سره بوخت دي، نورو زندانیانو ته هیڅ توجه نه شته او دا وضعیت د اندیښنې وړ دی.»
دا لومړی ځل نه دی چې د څرخي پله له زندانه د اعتراض او اعتصاب غږ پورته کیږي، بلکې روان کال کې په ځلونو زندانیانو تردې سخت اعتصابونه کړي.
په زندان کې د شکنجو، د روغتیايي خدمتونو نشتوالی، د دوسیو نه څېړل او ان په زندان کې د نشه يي توکو د کاروبار رپوټونه هم ورکړل شوي.
اسماعیل شاکر – کابل