1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۷ میلیارده ډالره پور ورکوي

۱۴۰۳ تیر ۲۳, شنبه

د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان د کمزوري اقتصاد د ثبات له پاره له پاکستان سره د اووه میلیارده ډالرو پور په ورکولو هوکړه وکړه. خو دغه قرارداد لا هم د دې سازمان د اجرایوي بورډ تصویب ته په تمه دی.

https://p.dw.com/p/4iFd1
Pakistan I Finanzen - IWF
د شهباز شریف د حکومت اړوندې ډلې د فبرورۍ له انتخاباتو سمدستي وروسته په دې هکله کار پیل کړ.انځور: Arif Ali/AFP

د پیسو نړیوال صندوق په یوه خبر پاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه نوي ۳۷ میاشتیني قرارداد کې «د پیسو نړیوال صندوق د اجرایوي بورډ تائید شرط دی.»

په خبر پاڼه کې راغلي چې «د دې پروګرام موخه د عمومي مالي سرچینو د غښتلي کولو د هڅو له لارې په اقتصادي ثبات پانګه اچونه، د انفلاسیون کمول، بیارغونه او د اقتصادي انحرافاتو له منځه وړل دي څو خصوصي سکټور تحریک شي.»

پاکستان په تیرو کلونو کې په سختۍ سره توانیدلی چې خپل اقتصاد وساتي. پاکستاني چارواکو په داسې اصلاحاتو موافقه کړې چې له مخې یې د مالیاتو اساس پراخ کړي او معافیتونه له منځه یوسي، دغه راز به د مهمو پراختیایي او ټولنیزو لګښتونو له پاره سرچینې زیاتوي.

د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف حکومت وروسته له هغې له نیوکو سره مخ شو چې د مالیې په زیاتولو سره یې بودیجه وړاندې کړه او د پخواني لومړي وزیر عمران خان  د ګوند په مشرۍ د اپوزیسیون لخوا په پارلمان کې رد شوه.

پاکستان د درې میلیارد ډالرو د پور د پخواني پروګرام له بشپړولو وروسته د پیسو نړیوال وجهي صندوق سره د نوي پور له پاره خبرې پیل کړي دي.

د شهباز شریف د حکومت اړوندې ډلې د فبرورۍ له انتخاباتو سمدستي وروسته په دې هکله کار پیل کړ.
د نوموړي حکومت ځینې پریکړې وکړې په ځانګړي ډول د بریښنا د بیو لوړل، چې په پاکستان کې له غبرګونو او اعتراضاتو سره مخ شوې.

پاکستان کې د خلکو اعتراضونه
پاکستان کې د خلکو اعتراضونهانځور: Afifa Nasrallah/DW

د شهباز شریف حکومت وايي، اقتصادي بحران ورته د عمران خان له تېر حکومت څخه په میراث پاتې دی، چې د نوموړي د پالیسیو له کبله هیواد د اقتصادي سقوط ته نیږدې شوی وو.

د پاکستان اوسنی حکومت د زیاتېدونکي انفلاسیون، د پورونو د دروند بار، بې روزګارۍ او د برېښنا او ګازو له لوړو بیو سره لاس او ګریوان دی.

 

Rsh/Aj/Zn (dpa)