1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينپاکستان

د «پي آی ای» پیلوټانو ته د روژې نه نیولو سپارښتنه شوې

۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د پاکستان ملي هوایي شرکت «PIA» خپلو پیلوټانو او کابین کې موجود پرسونل ته په ټول رمضان میاشت کې د پرواز پر مهال د روژې نه نیولو مشوره ورکړې ده. چارواکو دوی ته د دا ډول حفاظتي تدابیرو په بشپړ ډول عملي کولو لارښوونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4dSZ5
Pakistani airlines I PIA
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د پاکستان ملي هوایي شرکت پاکستان انټرنیشنل ائیر لاینز «PIA» خپلو پيلوټانو او د الوتکې په کابین کې موجود پرسونل ته د روژې په حالت کې د پرواز نه کولو مشوره ورکړې ده. د شرکت د ادارې په خبره له دې (روژې) سره نه یوازې د دوی، بلکې په الوتکه کې سپاره مسافر او پر ځمکه موجود نور خلک له خطر سره مخامخ کیدلی شي.

دغه لارښوونه د «PIA» د الوتنې یا پرواز د خوندیتوب څانګې د مشر له خوا د یوه مکتوب په شکل کې د الوتکې د کابین ټول پرسونل ته استول شوې ده.

په دې لیک کې پر دې خبرې ټینګار شوی دی چې «له تخنیکي پلوه د روژې په حالت کې پرواز کول ممکن دی، خو په دې کې د خطر امکان هم شته.»

د شرکت د خوندیتوب ادارې او د الوتکې د خدمې طبي مرکز د لارښوونې په اساس په دا ډول مواردو کې د خطر پر فکتور هم باید غور وشي، ځکه د روژې په حالت کې د خوندیتوب کچه ټيټيږي.

په مکتوب کې ویل شوي «له روژې سره د بېداره پاتېدو وړتيا کمیدلی او د پریکړې کولو وړتیا ته زیان رسیدلی شي. د دې په نتیجه کې په بیړنیو حالاتو کې ناوړه پایلې هم رامنځته کیدلی شي.»

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

پوهه: د الوتکو له زړو ټوټو څخه د تفریحي خونو جوړول

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب