1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليو واکسين د تطبيدق له پاره د علماوو فتوا

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت کوښښ کوي، د اسلامي نړۍ د یو تعداد دیني علماوو په فتوأ سره خلگ د پولیو واکسین تطبیقولو ته تشویق کړي. د وزارت په خبره ددې کارهدف دادی، چي په نژدې راتلونکي کي د کوچنیانو د فلج ناجوړي ورکه سي.

https://p.dw.com/p/36wvE
Afghanistan Polioimpfung
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د اسلامي هیوادونو د دیني علماوو د فتوأ کتاب ۱۴۱ صفحې لري، چي پکښي په عربي، پښتو او دري ژبو باندي د اسلامي هیوادو د فتواوو مجموعه راټوله سوې ده. د ځينو رواجونو او عنعناتو په سبب د افغانستان ځیني کلیوال او لیري منطقو خلگ د پولیو یا فلج واکسین ته په مثبت نظر سره نه گوري. ځکه نو د افغانستان حکومت کوښښ کوي، چي د دیني علماوو په فتوأ سره خلگو ته وروښيي، چي د پولیو واکسین د دیني او شرعي لحاظه ممانعت نه لري.

د عامي روغتیا وزارت مشاور هدایت الله ستانکزي په دې اړه دویچه ویله ته وویل، «ټولو دیني علماوو د رایو په اتفاق سره تائید کړې ده، چي د پولیو واکسین په مجموع کي د اسلامي او شرعي لحاظه یو ښه کار دی او واکسین او وقایه یو د هغو اجزاوو څخه دی، چي انسان د مرضونو په مقابل کي وقایه کوي. په خاص ډول که ووایم د پولیو واکسین د حلالو واکسینو له جملې څخه دی او دیني علمأ ټولو والدینو ته توصیه کوي، چي خپل کوچنیان په هغه باندي واکسین کړي.»

د عامي روغتیا وزارت په حواله د سږ عیسوي کال په جریان کي په افغانستان کي تر اوسه پوري د پولیو ۱۵ واقعې ثبت سوي دي، چي دا د پروسږکال په مقایسه ډېرښت ښيي. دغه مثبتي واقعې په پنځو ولایتونو، لکه کندهار، هلمند، روزگان، کونړ او ننگرهار کي ثبت سوي دي. په ۲۰۱۷م کال کي لا ۱۳واقعې ثبت سوي وې.

Solarzelle Sonnenenergie Solarkollektor Afghanistan Polio Impfung Kind Kinder
انځور: picture alliance/Photoshot

د پولیو د ډيرښت علتونه څه دي؟

افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه هیوادونه دي، چي اوس لا هم د پولیو مثبتي واقعې لري. د روغتيا وزارت د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر غلام دستگیر نظري وايي، چي وزارت یې په تیرو پنځو میاشتو کي د پولیو د له منځه وړلو په پروگرام کي د ۱۰،۵ميلیونه کوچنیانو له جملې څخه ۱،۳ ميلیونو کوچنیانو ته لاسرسی نه درلود.

د پولیو د توسعې اصلي دلیل کوچنیانو ته د پولیو د واکسین نه تطبیقیدل دي. د نظري په خبره د مخالفینو تر کنټرول لاندي سيمو کي د واکسیناتورانو ټیمونو ته اجازه نه ورکول کیږي، چي هلته ورسي. په ځینو سیمو کي یو تعداد کورنۍ هم نه غواړي چي کوچنیان یې واکسین سي.

نظري وايي: «موږ ددغو کسانو د قناعت حاصلولو په خاطر کوښښ وکړ چي په ملي او بين المللي سطح د دیني علماوو په کومک سره دغه کتاب راټول کړو.»

د عامي روغتیا وزارت د مسئولینو په حواله په دغه کتاب کي د مختلفو هیوادونو د دیني علماوو فتواوي راټولي سوي دي، لکه د افغانستان، د مصر د الازهر پوهنتون، ایران، د پاکستان د جماعت اسلامي، اندونیزیا او سعودي عربستان د دیني علماوو فتواوي او حتی ځیني  حدیثونه هم پکښې راغلي دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 08.05.2018)