1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پورونو فشار عمران خان جدیت ته اړ کړ

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

په پاکستان کې د پخواني ولسمشر زرداري په ګډون ډیر شمیر لوړپوړي چارواکي په مالي فساد او د پيسو په سپينولو تورن دي. د دغه هیواد لومړي وزیر د جون تر دیرشمې نیټې ولس ته وخت ورکړی چې خپلې دارایي ثبت کړي.

https://p.dw.com/p/3K8jL
Imran Khan Pakistan Premierminister
انځور: picture-alliance/AA/Iranian Presidency

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې حکومت په بهرنیو هیوادونو کې د پاکستانیانو د دارایې، بانکي حسابونو او بی نومه حسابونو په هکله معلومات لري او ولس دې د جون تر دیرشمې نیټې پورې خپلې دارایې ګانې ثبت کړي.

خان ولس ته د یوه ویډیویي وینا پر ترڅ کې ویلي دي: «په تیرو لسو کلونو کې د پاکستان پور له شپږ زره میلیارده [روپیه] څخه دیرش زره میلیاردو ته رسیدلی دی. په پاکستان کې هر کال ۴۰۰۰ میلیارده [روپیه] مالیه راټولیږي چې د هغو له جملې څخه دوه زره میلیارده یي د پورونو په ادا کولو کې مصرف کیږي.»

عمران خان زیاته کړه چې پاکستان د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې ولس یي تر ټولو لږه مالیه ورکوي، خو د خیرات یا صدقې په برخه کې بیا په مخکښو هیوادونو کې شمیرل کیږي.

عمران خان په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان ولس دا صلاحیت لري او که په ولس کې دغه جذبه راپورته شوه، نو هر کال تر لس زره میلیارده  پاکستاني روپیو پورې مالیه راټولیدلی شي. د پاکستان لومړي وزیر له خپل ملت څخه وغوښتل چې د پاکستاني اتباعو د دارایي ښکاره کولو په برخه کې د دې پروژې سره همکاري وکړي.

زرداري د فساد په قضيه کې د نيول کيدو له گواښ سره مخامخ دی

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د فساد ضد ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د محکمې له خوا د ضمانت غوښتنې تر رديدو وروسته د اپوزيسيون د مشر او پخواني جمهور رئيس آصف علي زرداري، د نيولو هڅه کوي.

په پاکستان کې د فساد ضد ملي ادارې (NAB) وياند وويل چې زرداري بايد په اسلام آباد کې ونيول شي. د اسلام آباد سترې محکمې هغه عريضه رد کړې ده چې د زرداري د نيول کيدو د مخه د ضمانت د غځولو له پاره شوې وه. پر زرداري او خور یې د تورو پېسو د سپينولو په موخه د جعلي بانکي حسابونو د لرلو تورونه لگول شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: