1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتین پرضد د اروپایانو نوې لویه سرمشریزه

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د اروپا تر ۴۰ ډیر دولتي او حکومتي مشران نن پنجشنبه په پراګ کي په یوه لویه سرمشریزه کي برخه اخلي. په دغه لویه پیمانه سرمشریزه به نو د روسیې جمهوررئیس ولاد یمیر پوتین ته د هغوی د اتحاد او اتفاق یو پیغام ورسوي.

https://p.dw.com/p/4HqbB
Tschechien, Prag | Gipfeltreffen von 44 Ländern
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د پراګ په دغه «د اروپا لومړنی سیاسي اتحاد» په سرمشریزه کي به د اروپا د اتحادیې د غړو هیوادونو تر څنګ، دغي اتحادیې ته د ۱۷ کاندیدو هیوادونو، ترکیې، پخواني شوروي اتحاد یو تعداد جمهوریتونو او بریتانیا دولتي او حکومتي مشران برخه اخلي. 

سرمشریزه د فرانسې د جمهوررئیس، ایمانویل ماکرون په ابتکار سره جوړیږي، کومه چي به د ګډ کار او همکارۍ د لا ډیري تقویې یو نوی پلټفورم رامنځته کړي.