1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو له خوا برمته شوې کښتۍ ژغورل شوې ده

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

پناه غوښتونکو په لیبیا کې یوه کارګو کښتۍ برمته کړې وه او بیا یې کښتۍ وانان اړ کړي ول چې د اروپا پر لور حرکت وکړي. د مالتا سمندري ځواکونو اوس دغه کښتۍ ژغورلې او بندر ته یې بدرګه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3FnlR
Malta Valetta Flüchtlinge auf gekapertem Handelsschiff Elhiblu I
انځور: Reuters/D.Z. Lupi

د مالتا سمندري ځواکونو ویلي دي چې ځانګړي عملیاتي ډلې یې د هغي کارګو کښتۍ کنترول بیرته په لاس کې اخيستی دی چې د لیبیا له ساحل څخه پناه غوښتونکو برمته کړې وه.

دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د مالتا بندر ته ورسیده. د ایټالیا او مالتا چارواکو ویلي دي چې پناه غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ د يادي کښتۍ کنترول په لاس کې اخیستی وو او بیا یې د هغې کارکوونکو ته ویلي ول چې د اروپا پر لور حرکت وکړي.

د مالتا وسله وال ځواک په یوه بیانیه کې راغلي دي چې یوه ډله پوځیان کښتۍ ته استول شوې وه چې له پناه غوښتونکو څخه د هغې کنترول بیرته کپتان ته وسپاري. سمندري ځواکونو ویلي ول چې کښتۍ به بیرته مالتا ته واستول شي چیرې چې به پکې پولیس سپاره شي.

دغي برمته شوې کښتۍ د سه شنبې په ورځ په مديترانه سمندر کې ياد پناه غوښتونکي ژغورلي ول او بیا یې د لیبیا د پلازمینې پر لور حرکت پیل کړی وو. خو تر لږ وخت وروسته یې بیا د خپل حرکت مسیر بدل کړ.

د مالتا سمندري ځواک ویلي دي: «کپتان په وار وار سره وویل چې هغه نور د کښتۍ کنترول په لاس کې نه لري او دا چې کارکوونکي یې د ځينو پناه غوښتونکو له خوا ګواښل کیږي چې د مالتا پر لور حرکت وکړي.»

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر دغه پناه غوښتونکي «سمندري غله» بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې هغوی ته اجازه ور نه کړل شي چې ایټالیا ته راشي. هغه پناه غوښتونکي چې له سمندر څخه ژغورل کیږي، ډیر وخت نه غواړي چې بیرته لیبیا ته انتقال شي. پناه غوښتونکي په لیبیا کې د جنسي تیري، زورونې او جبري کار په څیر ناوړه چلن سره مخامخ وي.

د مالتا د چارواکو په حواله دغې کښتۍ له سمندر څخه د ۷۷ نارینه وو او۳۱ ښځو په ګډون ۱۰۸ پناه غوښتونکي ژغورلي دي. په وروستیو وختونو کې ایټالیا د مهاجرو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی دی او هغه کښتۍ چې له اوبو څخه پناه غوښتونکي ژغوري ډیر وخت هغوی بیرته لیبیا ته بیایي.

ms/nz (AFP, AP)

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل