1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پاکستان څارګره اداره د کرونا مريضان څرنګه تعقيبوي؟

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

د پاکستان استخباراتي اداره د ساحې او تليفون د څار سيسټم په کارولو په کرونا ويرس اخته کسان او له هغوی سره په تماس لرونکو پسې لټه کوي. دا سيسټم د داخلي او خارجي تندلارو او وسله والو د موندلو له پاره هم کارول کيږي.

https://p.dw.com/p/3cuDR
Pakistan | Coronavirus | Lockdown Lahore
انځور: DW/T. Shahzad

لومړي وزير عمران خان په عامه کچه له کرونا سره د مبارزې د خپل پروګرام د نوعيت او اهميت د څرګندولو په موخه ويلي ول چې هغه له آی اس آی څخه مرسته ترلاسه کړې، څو په پاکستان کې د کرونا ويروس چې په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی، مخه ونيوله شي.

د دې پروسې په اړه جزيات نه دي په ډاګه کړل شوي، خو دوو حکومتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې استخباراتي اداره د جيو فينسنګ يا ساحې د څارولو او همدا راز د تليفوني تماس د تعقيبولو سيسټم کاروي. ياده څارګره اداره په عمومي توګه دغه تخنيک د بهرنيو او کورنیو وسله والو او تندلارو د موندنې په موخه کاروي.

په پاکستان کې له يوه اړخه د عامه پوهاوي د کمښت او په ټولنه کې د بدنامۍ له ويرې ځيني خلک د کرونا ويروس له کبله پيدا کوونکي د کووید ۱۹ په نامه ناروغي پټوي او د علايمو پر ظاهریدو سربيره هم آزموينه نه کوي. آن دا هم ليدل شوي چې خلک له روغتونو تښتيدلي دي. بل لوري ته په ويٍروس اخته کسان چې بايد ځانونه له نورو جلا کړي، دغه مقررات نه مراعتوي.

يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې استخباراتي اداره اوس د کرونا ويروس په مريضانو پسې د پل اخيستلو په موخه په «ډيره اغیزمنه توګه» له تکنالوژۍ څخه کار اخلي.

دې امنيتي چارواکي زياته کړه: «حکومت د هغو کسانو په موندلو هم توانيدلی چې د آزموينې د نتايجو د مثبت راتلو په صورت کې پټ شوي او تښتيدلي ول.»

ويل شوي چې د جيو فينسنګ يا د ساحې د څار او ځای د معلولو سيسټم فعال شوی چې دا يو خودکاره سيسټم دی چې د يوې ځانګړې خغرافيې څخه د وتلو پر وخت چارواکو ته خبر ورکوي. حکومتي او امنيتي ادارو د لاک ډاون يا ټول بندیز پر وخت د ځينو ناحيو په څارولو کې د دې سيسټم څخه مرسته ترلاسه کړې وه.

چارواکي د کرونا د مريضانو تليفوني مکالمو ته هم غوږ نيسي څو هغوی وڅارل شي او له هغوی سره په تماس کې د راتلونکو له خبرو اترو هم دا معلومات ترلاسه کړل شي چې آیا هغوی خو به د کرونا نښې نه لري؟ او په دې اړه څه وايي او که نه.

د استخباراتي ادارې يوه افسر وويل: «د تريس او تريک، يعني د تعقيبولو او ځای د معلومولو دا سیسټم په اصل کې د کرونا د لادرکه کيدونکو او تښتیدلو مريضانو د موبايل د ځای د معلومولو سره سره د هغو په لټه کې هم مرسته کوي چې له دې ناروغ سره یې تماس نیولی وي.»

Mit Corona infizierte Journalisten in Pakistan
انځور: DW/I. Jabeen

لومړي وزير عمران په دې وروستيو کې دا پروګرام چې د کرونا سره په مبازره کې ترې کار اخيستل کيږي، ستايلی خو په دې اړه په عمومي کچه ډېر کم بحث کيږي. عمران خان ويلي ول: «دا پروګرام مخکې د ترهګرۍ پر ضد کارول کيده خو اوس د کرونا ويروس پر وړاندې هم ډېر موثر دی.»

په پاکستان کې د شا او خوا ۶۰ زره کسانو د کرونا آزموينه مثبته وه او تر اوسه دې وبا تر ۱۲۰۰ زيات کسان وژلي دي. خو د تيست آسانتياوې محدودې دي او چارواکي له دې کبله انديښنه لري چې د کرونا د مريضانو کره شميره ښايي ډېره لوړه وي.

د پاکستان استخباراتي اداره آي اس آی او پوځ د خلکو د کلتوري او سياسي ژوندانه پر بېلا بېلو اړخونو ډېر نفوذ لري. د بشري حقونو ټولنې ويره لري چې چارواکي دا سيسټم د سیاسي مخالفينو د جاسوسۍ او هدف ګرځولو له پاره کارولی شي.

د بشري حقونو فعال او پخواني سناتور افراسياب خټک د فرانسې خبري آژانس ته په دې اړه وويل: «د مريضانو او شکمنو کسانو د لټې کار بايد د صوبايي حکومتونو او سيمه ایزو ادارو سره په ګډه وشي. څارګرې ادارې بايد خپله اصلي دنده پر مخ يوسي.»

په ټوله نړۍ کې ځيني هیوادونه د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره د څار له سیسټمونو کار اخلي چې دې کار د شخصي حريم د نقضولو په هکله انديښنې راپارولي دي. د اسرائيلو استخباراتي اداره هم د ترهګرۍ د مخنيوي له تکنالوژۍ څخه کار اخلي چې په هغه کې د ګرځنده تليفون تعقيب هم شامل دی.

دويچه ويله اردو