1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان محکمې هندي تلویزیوني پروګرامه منع کړل

۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبه

د پاکستان سترې محکمې په دې هیواد کې پر تلویزیوني چینلونو باندې د هندي تلویزیوني پروګرامونو خپرول منع کړل. د هندي تلویزیوني خپرونو د بندیز دغه غوښتنه په دې هیواد کې د تلویزیوني پروګرامونو جوړونکو کړې ده.

https://p.dw.com/p/37HD7
Nora Fatehi
انځور: picture-alliance/Everett Collection/Birch Tree Entertainment

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۸نیټه) د پاکستان قاضي القضات میا ثاقب نثار، په یوې پریکړه کې په پاکستاني تلویزیونو او راډیو ګانو کې د هندي پروګرامونو پر خپریدو بندیز ولګوه.

ثاقب نثار له خپل دغه اقدام سره په ۲۰۱۶م کال کې د یوې ټیټې درجې محکمې هغه حکم لغو کړ چې له مخې یې په دې هیواد کې د هندي تولویزیوني او راډیويي پروګرامونو په خپرولو باندې وضع شوی بندیز لیرې شوی وو.

په عین وخت کې د پاکستان د بریښنايي رسنیو مسئولې ادارې، ویلي چې د محکمې پریکړه په عاجله توګه تر اورول کیدو وروسته د عملي کیدو وړ ده. په دې ترتیب سره په پاکستاني تلویزیوني چینلونو او «اف ایم» راډیوګانو کې د هندي تلویزیوني مواد او رادیويي پروګرامونو پر خپریدو باندې بندیز وضع شو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پیل کې د پاکستان ګاونډي هندوستان بیا د دې هیواد په سینماګانو کې د پاکستاني هنرمندانو پر کار کولو بندیز وضع کړ. سربیره پر دې د هندوستان ځینو تلویزیوني چینلونو د پاکستاني تلویزیوني پروګرامونو خپرول هم بند کړي وو. په دې ترڅ کې په هندوستان کې د تلویزیوني خپرونو تولیدوونکو د پاکستاني تلویزیوني پروګرامونو د بشپړ بندیز غوښتنه کړې. هندو سخت دریځو خو بیا پر داسې سینما ګانو باندې د برید کولو ګواښ هم کړی چې پاکستان فلمونه یا ډرامې خپرې کړي.

د اتومي وسلو لرونکي هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته، تر اوسه پورې درې ځله په خپلو کې جنګیدلي دي او په دې وروستیو کې یې سیاسي او دیپلوماتیکي اړیکې ډیرې ترینګلې شوي دي.