1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان له يوه زندانه ۱۵۰ افغانان آزاد سول

شکیلا ابراهیم خیل | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

د پاکستان پولیسو په سلهاوو افغانان، چي ښځي او کوچنیان هم ورسره دي د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له تیرو څو میاشتو راهیسي په کراچي کي نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4HWWo
د پاکستان له يوه زندانه ۱۵۰ افغانان آزاد سول
د پاکستان له يوه زندانه ۱۵۰ افغانان آزاد سولانځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان پولیسو په سلهاوو افغانان، چي ښځي او کوچنیان هم ورسره دي د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له تیرو څو میاشتو راهیسي په کراچي کي نیولي دي.
په اسلام اباد کي د افغانستان سفارت چي د طالبانو د معرفي سويو ډيپلوماټانو لخوا اداره کېږي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي، ۱۵۰ افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ آزاد سول.
په یاد سفارت کي د طالبانو مسؤلانو ویلي دي، اوس هم یوشمیر افغانان د کوچنیانو او ښځو په ګډون په پاکستان کي د پاتېدلو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله په زندانانونو کي په دې هیله شپې سبا کوي ،چي د قانوني پوښتنو ګروېږونو وروسته به آزاد سي.

اړوند: له زندانونو د بندیانو تر آزایدو وروسته د پاکستاني سرحدي ځواکونو اقدامات

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه بندیان اړ دي چي د مدافع وکیل له لګښتونو سره له زندان څخه د راخوشي کیدو په موخه د پاکستان نظامي محکمې ته هم پیسې ورکړي. 
یوه میاشت ترمخه هم څلوېښت ښځي او کوچنیان په پاکستان کي له زندانه خوشي سول او هر یوه د خپلي دوسيې د څېړني له پاره د نفر پر سر زر پاکستانۍ کلداري د پاکستان نظامي محکمې ته ورکړي وې.
په پاکستان کي د افغان کډوالو د ملاتړو  د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان د سند په ځانګړي ډول کراچي کي نژدې ۱۲۰۰ او د پښتونخوا په پېښور کي شاوخوا ۱۳۰۰ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان دي.