1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان له زندانونو ۸۹ افغانان ازاد شوي دي»

امید دیدار
۱۴۰۲ دی ۱۵, جمعه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري، چې اوس د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي وايي، تېره ورځ د سند ایالت له زندانونو ۸۹ افغانان ازاد او افغانستان ته استول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4asgP
Pakistan Belutschistan Quetta | Abschiebung illegaler Einwanderer
انځور: Rabia Bugti/DW

کراچۍ کې د طالبانو له لوري ګومارل شوي جنرل کونسلر عبدالجبار تخاري په یوه ویډیويي پیغام کې چې د کونسلګرۍ له ایکس پاڼې خپور شوی وايي، دغو تازه ازادو شویو افغانانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي، چې د سند ایالت مختلفو زندانونو کې بندیان وو او د دوی په هڅو ازاد شول.

ویل شوي، له زندانونو دغه تازه ازاد شوي افغانان د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

عبدالجبار تخاري وايي، له دې وړاندې د طالبانو د کونسلګرۍ په هڅو ۳زره او ۵۳ کسان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد او افغانستان ته لېږل شوي دي. د هغه په خبره دا مهال د سند ایالت په بېلابېلو زندانونو کې ۲۷۹ افغانان زندانیان دي، چې د هغوی د ازادولو او وطن ته د لېږدولو هڅې هم روانې دي.

پاکستان، چمن ښارګوټی، افغان کډوال
انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

همدې حال کې د طالبانو ادارې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نیږدې ۳ سوه افغان کډوال له پاکستانه ویستل  شوي او د بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

پاکستان هغو افغانانو ته چې په هغې هېواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، د تېر میلادي کال د اکتوبر ۳۱ نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه، چې باید له دغه هېواده ووځي. دغې هېواد له هغې نېټې وروستې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د ویستلو لړۍ پیل کړې او لا هم روانه ده. تر دې وړاندې د پاکستان په زندانونو کې له افغانانو سره د ناوړه چلن رپوټونه ورکول شوي، چې د بشري حقونو د فعالانو او افغانانو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.